تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / د کندهار  ټپي شوي مرستيال والي عبدالعلي شمسي ساه ورکړه
عبدالعلي شمسي

د کندهار  ټپي شوي مرستيال والي عبدالعلي شمسي ساه ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۲) الماس خدرخېل

افغان چارواکي وايي، چې د کندهار مرستیال والي عبدالعلي شمسي چې د تېرې شپې په چاودنه کې سخت ټپي شوی وو د ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پر خپله فیس بوک پاڼه دا خبر تائید کړی خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

ويل کېږي، نوموړی د کندهار هوايي ډګر ته د امريکايانو روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوی و.

د تېرې شپې په وژل شویو کسانو کې د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو او د پخواني جمهور رئیس د نېږدې خپل یما قریشي جسدونه پېژندل شوي دي.

د کندهار د بهرنیو چارو رئیس شاه احمد سعید او د ولسي جرګې استازي باز محمد جوزجاني د مرګ او ژوند په اړه تر اوسه رسمي معلومات نشته.

د کندهار ملي سوداګر او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره ځوی هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند چې په دغې میلمستیا کې ګډون کړی وو د ټپیانو په ډله کې شامل دي.

ښاغلی شمسي شاوخوا دوه کاله وړاندې د کندهار د والي د پخواني مرستیال عبدالقدیم پتیال تر وژل کیدو وروسته پر دې دندې ټاکل شوی و.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*