تازه مطالب
کور / علمي ليکني / د کندهار پېښه او جنرال رازق!
رازق جنرال

د کندهار پېښه او جنرال رازق!

اسلام الدین احمد زی

۱: د پېښې هدف زه وم.《تر څو د پوښتنو مخه ونیول شي، کنې کومې مرجعې دا راپور درکړ چې هدف ته وې. حال دا چې طالبانو د یادې پېښې مسئولیت رد کړ》.

۲؛چاودېدونکي توکي په هغه کوچ کې ځای پر ځای شوي وو چې زه پرې ناست وم. 《چاودېدونکي توکي چېرې او څه ډول ځای پر ځای شوي وو دا ډول تحقیقات/سکاټ انوېسټیګېشن میاشتې نیسي خو نوموړي په یوه ساعت کې وکړې》

۳:د چاودنې پر مهال زه د ټیلیفون لپاره دباندې وتلی وم (حال دا چې د احتیاط لپاره نوموړی هیڅکله موبایل نه ساتي چې تعقیب 《ټرېس》 نه شي.

۴: د چاودنې پر مهال زه د ماښام لمانځه ته تللی وم 《چاودنه ماخستن وشوه》

۵: د چاودنې پر مهال زه تشناب ته تللی وم.

۶: دا پېښه د حقاني ډلې سازماني کړې وه. 《دې نتیجې ته رسېدل هم لږ تر لږه یوه میاشت وخت نیسي چې وڅېړل شي، اما جنرال صاحب دا ټول کرامات په یوه ساعت کې وکړل》.

په کل کې که د جنرال صاحب دا ټولې څرګندونې ومنو. نو، د جنرال صاحب دنده څه ده؟ ایا نوموړی په لوی کندهار کې د پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت سرتاج نه دی؟ ایا د یاد ځای بشپړ مصونیت د ده دنده نه وه؟ ځه وبه منو چې نوموړی رازق نه بلکې یوازې د امنیې قومندان دی نو بیا هم د يادې پېښې ټول مسئولیت د ده پر غاړه دی.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*