سرليکنه 

يوه اونۍ دمخه ټرمپ اشرف غني ته امر کړی ؤ چې په قطر کې د طالبانو د سياسي د فتر د تړلو هڅه پيل کړي، خو تراوسه پورې اشرف غني د قطر د چارواکو سره په دې اړه خپل هدف ته نه دى رسېدلی. اما ټرمپ ترې ځواب غواړي. تېره ورځ د امريکا د فاع وزير جېمز مټيس د امريکا د سنا او استازو جرګو د پوځي خدماتو کمېټو ته د افغانستان د جګړې په اړه وویل چې په دغه هېواد کې به جنګ او پرمختګ خوا په خوا روان وي.

مټيس په خپله وينا کې دا هم وويل چې زموږ ځواکونو په افغانستان کې د حکومت مخالفو وسله والو ته سخت ګذارونه ورکړي دي، خو د دې تر څنګ به جګړه هم دوام ولري او په افغانستان کې به زموږ پوځونو د شپږو افغان قول اردګانو له قواوو سره اوږه په اوږه ولاړ وي.

 د اوږه په اوږه ولاړتيا نه دا څرګندېږي چې په افغانستان کې به جګړه دوامداره وي. د جګړې د دوام لپاره امريکايي چارواکي په دې نظر دي چې لومړی بايد د سولې ليارې وتړل شي څو جګړه دوامداره پاتې شي.

په افغانستان کې د سولې د لارې تړل او د جګړې دوام همدا دى چې په قطر کې بايد لومړى د سولې لپاره د مذاکراتو دفتر وتړل شي. د قطر د دفتر سره امريکا مخالفت ښوول خپله دا ثابته کړه چې امريکا په افغانستان کې له سولې سره مخالفت ښوولی دى.

 مټيس خو وايي چې جنګ او پرمختګ دواړه څنګ په څنګ بايد روان وساتل شي، اما په تېرو شپاړسو کالو کې یې کاميابي ترلاسه نه کړاى شوه. په کومو ولاياتو کې چې سختې جګړې روانې دي، په هغو ولاياتو کې پرمختګ دا دى چې نور ځايي اوسېدونکو هم له کورونو کډې وکړي.

ټرمپ چې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پای ته رسېدلی ماموريت بيا له سره پيل کړ، له دې نه هم دا څرګنده شوه چې امريکا په افغانستان کې سوله نه، بلکې د جګړې دوام غواړي.

 دمخه چې د امريکا او ناټو پوځونه له افغانستانه ووتل په افغانستان کې د پاتې امريکايي پوځونو شمېر ٨٤٠٠ ته رسېده، اوس امريکا افغانستان ته د جګړې لپاره نور پورځونه راولېږل چې شمېر یې يوولس زرو ته ورسېد. تازه رالېږل شویو امريکايي پوځونو ته دا هم ويل شوي چې بې د سپينې مانۍ له وينا خپله د بمبار صلاحيت لري.

ټرمپ چې په قطرکې د طالبانو د سولې دفتر تړل غواړي او په نظرکې لري چې درې زره نور پوځونه هم افغانستان ته راولېږي، بيا خو په افغانستان کې د سولې څرک هم له منځه ولاړ شي.

 په کابل کې د ميلونونو ډالرو په لګښت د سولې تر سلو پورې غړیو شورا هم بايد وتړي، که دا کار امريکا وکړي نو په افغانستان کې د سولې تمه له منځه ځي او يوازې ولايات نه بلکې له کابل مرکزه به هم ښاريان خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شي.

په افغانستان کې د جګړې ولاړ حالت دا دی چې تر اويا سلنې زياته خاوره د طالبانو په لاس او کنټرول کې ده. که امريکا د خپل لوی درستيز جوزیف ډنفورډ په وينا د دې حالت له  منځه وړل غواړي، نو بيا خو به يو افغان هم د جګړو له امله په افغانستان کې پاتې نه شي.

 همدا اوس د کورنيو جګړو له امله د بې کوره شویو افغانانو شمېر له پنځه پنځوس زرو اوړي. که جګړې نور هم دوام وکړي او د دې حالت بدلون امريکا غواړي، بيا به افغانان نه بلکې يوازې امريکايي پوځونه د طالب وسله والو سره په جګړه کې پاتې شي؛ د حکومت کولو لپاره به يو افغان هم په خپل هېواد کې ونه ليدل شي.

په افغانستان کې چې کومه پاليسي د امريکا جمهور رئيس ټرمپ او لوی درستيز جوزیف ډنفورډ غوره کړې ده او دوی  په قطر کې د سولې له د فتر سره مخالفت ښکاره کوي، دا په اصل کې د سولې سره مخالفت دی. لکه څرنګه چې په تېرو شپاړسو کالو کې په جګړه کې کامياب نه شول، دارنګه په دې نظر او مخالفت سره هيڅ کاميابي نه شي موندلای.

شریکول

Leave a Reply