تازه مطالب
کور / خبرونه / روسيې د ټرمپ فحش ويډيوګانې ترلاسه کړي
ټرمپ

روسيې د ټرمپ فحش ويډيوګانې ترلاسه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۳) الماس خدرخېل

د امريکا سي ان ان تليويزون خبر ورکړی چې د برتانيې استخباراتو يو لوړرتبه کارکوونکي ولسمشر اوباما او منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته راپور وکړی او پکې ويل شوي چې روسيې د ټرمپ فحش او غير اخلاقي ويډيوګانې ترلاسه کړي دي.

د ورکړل شوي راپور پر بنسټ د ټرمپ داسې ويډيوګانې روسي چارواکو ترلاسه کړي، چې نوموړی پکې د فاحشه ښځو سره لوڅ لپړ ښکاري او روسیه غواړي ترڅو د فشار د آلې په توګه يې استعمال کړي.

دغه راپور «BuzzFeed» په نامه ويب پاڼې هم خپور کړی او پکې ويل شوي، چې د ټرمپ داسې ويډيوګانې ثبت شوي، چې په اجتماعي توګه له فاحشه ښځو سره جنسي اړيکي نيسي.

د بوزفيډ وېب پاڼي ویلي، چې دوی د ټرمپ د انتقالي ټیم سره اړیکه ونیوله تر څو ددې راپور په اړه د هغوی نظر واخلي خو هغوی له څه ویلو څخه ډډه وکړه، خو د نوموړي مدافع وکېل «مایکل کوهین» دا هر څخه دروغ وبلل.

بل پلو روسي چارواکو او پخپله ټرمپ دا خبرونه دروغ بللي، نوموړي پر خپل ټويټر پاڼه کې ويلي، چې دا ټول درواغ دي.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي و، چې ګنې ټرمپ د خپلې لور سره جنسي اړيکي لري.

بايد وويل شي، چې ټرمپ به د رواني میاشتي پر شلمه نېټه په رسمي ډول د امریکا د ولسمشرۍ واک په لاس کې واخلي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*