تازه مطالب
کور / خبرونه / روغتيا / روغتیایی ضروري معلومات !
da-ctor

روغتیایی ضروري معلومات !

راټولونکی عزیر اسدخیل

۞ګازي مشروبات لکه؛ پیپسي، کوکاکولا، ډیو او داسې نور… هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا کوي، وزن زیاتوي، د شکر مرض پیدا کوي، له زیات استعمال څخه یې ډډه وکړئ.

۞زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده، سمه خبر دا ده چې، زخم صفا او بیا پټۍ شي چې ژر جوړ شي.

۞په پوزه چې کله وینه راماته شي؛ نو سر په عادي حالت کې پریښودل پکار دي، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي.

۞د ماشوم لپاره د طاقت دوایانې ضرر لري؛ ځکه دغه دوایانې د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي.

۞د درد د کنټرول دوایانې (پیناډول، بروفین) قوت سامعه (د اورېدلو قوت) کمزوری کوي، په خاص ډول د ښځو.

۞ګلپي: د ګلپي خوارک په بدن کې یو ډول کیمیاوي ماده خوروي (ضرري استروجین) چې د سرطان سبب ګرځي.

۞شین چای: په شین چای کې داسې مواد دي چې، د سرطان مخنوی کوي.

۞ماهی، مڼه، انګور، الوچه، توت بری، پالک، داسې خواراکونه دي چې، دماغ او د یادښت قوت زیاتوي.

۞په غوږونو کې ډکي وهل اکثر د انسان د مرګ سبب ګرځي؛ ځکه دې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات (سوزخ) پیدا کېږي.

۞دا خبره غلطه ده چې، د خوراک په منځ کې او وروسته اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي؛ بلکي صحيح خبره دا ده چې، اوبه هیڅ ډول تکلیف نه پیدا کوي، که د ډوډۍ څخه مخکې وي او که وروسته.

۞هره ورځ دېرش۳۰۰ دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شکر مرض مخنوی کوي او هم د وینې د فشار مخنوی کوي، او کولیسټرول ختموي.

۞اوږه او پالک: قوت مدافع په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخنوی کوي.

۞د ماشومانو لپاره د جاولې تېرول، زیاتره وخت د کولمو د بندیدو سبب ګرځي چې، د اپرېشن څخه بغیر یې بل علاج نه وي، هڅه وکړئ چې، ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ.

۞د خوب په وخت کې چې فعال (چالان) مبایل سر ته نژدې وي؛ نو شل سلنه ۲۰۰٪ د مازغو د سرطان سبب جوړېږی.

۞د شپې لخوا چی ادرک په اوبو کې وجوشول شي او بیا وڅښل شي؛ نو کولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي.

۞سهر په نهره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د کمي ځای نیسي چې، د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا کوي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*