دکتور:  کفایت الله وردګ

سپین سرې او کمزورې مېرمن یې ورته وویل : په کور کې نه د خوراک او نه جامه څه شی شته څه به کوو؟

سپین ږیری خاوند پداسې حالت کې چې ډېر کمزوری شوی وو د الله تعالی ذکر یې په شونډو وو را پاڅېدو د مکې مکرمې د بازار په لور پدې نیت روان شو چې څه کار مزدوری به پیدا کړي ډېر و ګرځېدو کار یې پیدا نه کړو ، کله چې د کار له لټون څخه ستړی شو نو حرم شریف ته لاړو دوه رکعته مونځ یې وکولو او دعاء یې وکوله چې  الله تعالی یې د له غیبو  دا مشکلات حل کړي .

له مانځه نه چې فارغ شو د حرم شریف په ساحه کې یې یوه کڅوړه پیدا کړه ویې کتله زر دیناره پکې وو .

سړي دا زر دیناره را واخیستل او په منډه منډه کور ته راغلو مېرمن ته یې په خوشحالي سره وویل چې دا وګوره کڅوړه په حرم کې پرته وه او پوره زر دیناره پکې دي .

مېرمن یې ورته وویل :  نه دا زمونږ خو نه دي ، دا بېرته یوسه او ددې مالک پیدا کړه وریې کړه  ځکه په حرم کې د پیدا کړل شوي شي استعمال حرام دی ، دا  به له چا څخه غورځېدلي وي بېرته یې یوسه چې مالک یې پیدا شي .

سړي هغه کڅوړه ورسره را واخیسته او بېرته حرم ته راغلو  هلته یې یو کس ولیدو چې په لوړ اواز چغه کوي : چا یوه کڅوړه پیدا کړې ده زر دیناره دي پکې؟

دا سړی په خوشحالی ورغلو او کڅوړه یې ور وړه ورته یې وویل : دا واخله ما پیدا کړې ده

هغه چغه کوونکي سړي په ځیر ځیر دې غریب سړي ، دده حالت ، دده جامو ته وکتل او دده دیانت ته فکر یوړو  بیا یې ورته وویل : دا واخله دا کڅوړه هم ستا شوه او ورسره دا نه زره نور دینارونه هم ستا شول …

غریب سړی په حیرانتیا حیرانتیا ورته وکتل … دا ولې؟

چغه کوونکی سړي وویل : دا ماته د شام د علاقی یو سړی راکړي وو راته یې وویل : ددېنه زر دیناره د حرم په ساحه کې وغورځوه بیا ورپسې چغه وکوه که چا بېرته درته راوړل نو دا ټول بیا هغه کس ته ورکړه ځکه دا کس به خامخا امین ، نېک او غوره مؤمن  وي .

معنی دا چې څوک له الله تعالی له ویرې حرام مال نه خوري الله تعالی هغه ته د حلال مال انتظام پخپله کوي .

شریکول

Leave a Reply