تازه مطالب
کور / ادبي برخه / ستا شهامت ته مې په دو لاسو سلام دي ياره
طالب ویاند

ستا شهامت ته مې په دو لاسو سلام دي ياره

 

لیکواله: سلسله « هوډ »

ياغي زړګي مې ماتې نه منل پې ودې منل

ستا شهامت ته مې په دو لاسو سلام دۍ ياره

نن په رښتيا سره تا وښودله چې ته په حقه يې …¡

ته د محمد رسول الله وارث يې…¡

ته د مسلمانانو يواځنۍ هيله يې…¡

طالب جانه…!

تاته وايم…!

تا خو به د دين په لاره کې ډېرې ستړياوې، نا اميدۍ، مشقتونه او هر رنګه عذاب ګاللی وي  کنه

ته خو به په مياشتو کلونو د خپل کور خواته هم نه يې تللی

تا خو به په يبلو پښو د وطن ټول غرونه لارې کوڅې … پل کړې وي

تا خو به لوږه، تنده، زخميتوب ،وېره،  يخ ، ګرمي او هر ډول دنياوي عذاب په ځان منلی وي

تاته به چا په روژه ماتې کې څه درکړي وي کنه

تاته به کوم کور چاي ډوډۍ درکړې وي کنه

تاته به خپلو شهيد شوو ملګرو څومره درد درکړی وي

تاته به له خپل کور مور پلار خويندو وروڼو ښځې او بچيانو جدايي څومره سخته وه

تاته به په لوږه او تنده کې جنګ څومره سخت وو

تاته به د نيول شوو ملګرو د خبر اورېدل څومره سخت وو

تاته به د مهماتو او وسلو نه شتون څومره سخت وو

تاته به په دومره ساده وسلو له پرمختللې تکنالوژۍ سره مقابله څومره سخته وه

په تا به د اختر ورځ څنګه تیرېده

د اختر په ورځ به زمونږ هم لاسونه سره وو او ستا هم

خو زمونږ به په نکريزو سره وو

او ستابه د خپل شهيد ملګري په وينو

مونږ به چې ګودر ته تلو ته به د لوړو غرونو په سر نهر ناست وې

او د طاغوتي دښمن انتظار به دې کاوه

مونږ به چې سبق ته تلو تا به په مدرسه او جومات کې مونږ ته د ننګ قصې کولې

د خپلو شهيد شوو ملګرو هغه دشهادت صحنه به دې يادوله

تا به چې  کله د غزا د ميدان واقعه بيانوله  مونږ به په يو غږ درته الله اکبر ناره کوله

زه به په هغې ورځې ډېره خفه وم ، په کومه ورځ چې به تاسو زمونږ جمات ته نه راتلئ

کاشکې تاسو ماته هم د جهاد اجازه راکولای

څومره به خوښه وم

ستاسو تر شا به د غزا ميدان ته روانه وم

خو زه څه ووايم په خپل خلقت ناشکري خو ګناه ده

……………….

..

زما هغه ټول شيان ياد دي هو

تا خو د ټولې وحشي نړۍ دښمني ته سينه ډبولې وه

تاته خو خپل ورور پلار تربور او هر سړی دښمن وو

تاته خو کلي ښارونه لارې کوڅې غرونه او هر ځای اور وو

ته خو د ټولې نړۍ په نظر وحشي او دهشتګر وې

ته خو حتی د خپلو هیوادوالو په ذهنونو کې بد وې

ستا نوم خو د نفرت سره يو ځای يادېده

مګر اوس دې څنګه دا جګړه وګټله ..؟

اوس ولې څوک درته ترهګر نوم نه يادوي…؟

غربيان نو اوس ولې تا سره سوله غواړي…؟

ته خو کوم سوپر توان هم نه يې …؟

نو دا ولې….؟

دا هر څه څه دي…؟

خوب خو به نه وي ..؟

نو ته ولې ترهګر يادېدې ….؟

او نن درسره ولې خلکو سولې ته غاړه کيښوده …؟

زه خو بيخي حيرانه يم …!

دا هر څه څه دي ها …؟؟؟؟؟؟؟

ولې امريکا چې د نړۍ سوپر توان وو ستا په وړاندې ماتې وخوړه …؟

ولې؟

ولې؟

ولې؟

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*