تازه مطالب
کور / خبرونه / روغتيا / سور رنګ لرونکي میوې سرطان ناروغي له منځه وړي
mywa، میوه، روغتیا

سور رنګ لرونکي میوې سرطان ناروغي له منځه وړي

 ډاکټر فصیح الله

هغه مېوې چې پوست یې سور رنګ لري، لکه سرې مڼې، ګازرې، سره الوګان او دې ته ورته نور د سرطان ضد خاصیت لري.

د المان پوهنتون یوې ډلې څېړونکو د خپلو څېړنو په پایلو کې ثابته کړې، چې د سرې مڼې په پوستکي کې رنګ لرونکي خالونه په بدن کې د سرطان مخه نیسي.

دوی وایي، هغه مېوې چې دغه ډول رنګ لرونکي خالونه لري؛ لکه ګازرې، لبلبو، سره بانجان او نور دا ټول د سرطان ضد ځانګړنې لري. دغه راز هغه مېوې یا نور سابه چې د شنه رنګ لرونکي خالونه لري او د کلروفیل شتون په کې له ورایه څرګندېږي، هم د سرطان مخنیوی کوي.

دوی د مڼې د پوست د ګټو په اړه وایي، د مڼې پوست په وینه کې د کلسټرول کچه کنټرولوي، چې تر ډېره د وزن د زیاتوالي مخه هم نیسي. دوی همدا راز وایي، مڼه کولی شي د ماشوم وده ګړندۍ کړي. د لویانو لپاره یې بله ګټه دا ده چې که مڼه له پوستکي سره وخوړل شي د غاښونو له پاکوالي سره هم مرسته کوي.

مڼه د مغذي مېوو په ډله کې راځي، چې په رګونو کې په اسانۍ سره د وینې تلو او راتلو ته لاره هواروي. که مڼه په دوامدار ډول وخوړل شي، د پوستکي له ښکلا سره مرسته کوي. مڼه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي.

همدا راز که غواړئ ښکلي وېښتان ولرئ، په ورځني ډول د مڼې خوړل له یاده مه باسئ. د ورځې د یوې دانې مڼې خوړل انسان ته د خوښۍ احساس وربښي او خوشاله یې ساتي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*