تازه مطالب
کور / علمي ليکني / سوله / جنګ / اهداف
سوله، جنګ، امریکا، طالب

سوله / جنګ / اهداف

لیکنه بدر منصور

په افغانستان کې اوسنۍ جګړه عقیدوي ده ، دا د اسلام او کفر هغه تاریخي جنګ دی چې له څوارلس سوه ۱۴۰۰ کلونو څخه شروع او دوام کوي ، دغه یو کال دوه کاله یا لس کاله وروسته هم جریان لري ممکن جنګیالي او میدان یې بدل شوي وي ، یا نه وي بدل شوي – همدا جګړه اوږده شي.

ځکه چې د مسلمانانو او کافرانو تر منځ جنګ تر قیامته دوام کوي ، خو اوس دا خبره مهمه ده چې جګړه څنګه ګټل کیږي ؟

که یې ونه ګټو څه کوو ؟

که یې وګټو څه کوو ؟

سوله له کومو معیارونو سره کولی شو ؟

موږ څه وخت هدف ته رسیږو ؟

کله چې یو څوک قضیه وپېژني ، دښمن وپیژني ، کړنلاره وپیژني ، هدف وپیژني او د جګړې تقدس او قباحت وپیژني ؛

هغوی جګړه ګټلی شي ، که یې ونه ګټي یا یو څه اوږده شي ، خو له جنګه ستړي کیږي نه.

افغانانو په تیر تاریخ کې ډېرو دښمنانو ته ظاهراً ماته ورکړې ده ، خو متأسفانه افغانان لا تر اوسه ګټونکې او بریالي نه دي ، دا ځکه چې افغانانو تر اوسه خپل دښمن یوازي له پوځي یونفرم او له ظاهري شرک او کفر د کلېمې څخه پیژنده او مقابله یې ورسره کول ؛

د قضیې په څرنګوالي ، د جګړې په تقدس ، په خپل هدف او کړنلاري تر ډېره حده اګا هم نه وه.

قضیه : دا اسلام او کفر عقیدوي جنګ دی ، څوارلس سوه ۱۴۰۰ کلن تاریخ لري ، دا جنګ د بشر د حقوقو او ښځو د حقوقو د دفاع لپاره نه دی ، نه د عصري تعلیم او بیا رغونې لپاره دی ، نه د ازادۍ او ابادۍ لپاره دی ، نه د تروریزم د ځپلو لپاره دی او نه مصطلح تروریزم ، تروریزم دی.

د افغانستان خلک مسلمانان دي ، اسلام انسانانو – نارینه او ښځینه ، حیوانانو آن پیریانو ته حقوق او حدود ټاکلې دي ، په اسلام کې یوه زره کمی نشته او نه داسې کړنه شته چې اسلام د د هغه په اړه پرېکړه نه وي کړې.

دلته د ډیموکراسۍ او سیکولریزم هیڅ ضرورت نشته ، نه د اساسي قانون د تطبیق اړتیا شته او نه هم د پردۍ پدیدې سیکولري نظام.

د مسلمانانو د هراړخیزو چارو سمه نمایندګي یوازي اسلام کولی شي.

دښمن : د اسلام پرته د ټولو ادیانو پیروان ، یهودان ، عسایان ، فروېزیان ، مشرکان او …… د مسلمانانو ازلي دښمنان دي او د دوی او د مسلمانانو دوستي امکان نه لري.

د مسلمانانو د ښمن هغه څوک دی چې د مسلمانانو د نړیوال خلافت مخه نیسي ، د الله تعالی احکام له منځه وړل غواړي ، د مسلمانانو څخه د سیاست حق سلب کوي او د الله تعالی د قانون پرته قوانین پر مسلمانانو تپي.

که د مسلمان په نوم یو څوک پورته کړنې ترسره کوي او د کافرانو په ګټه کار کوي ، دا هم د مسلمانانو دښمن دی.

کړنلاره : د کافرانو په مقابل کې د مسلمانانو ګړنلاره فرضي قتال دی ، دغه قتال په ځینو مواردو کې عین فرض او په ځینو کې کفایي فرض وي.

داچې افغانستان د یهودو او نصاراؤ له خوا اشغال دی اوس دلته قتال فرض عین دی ؛ په قتال کې به مسلمان د وسایلو او قوت انتظار نه کوي ، چې هر څومره کم وسایل او امکانات لري دوی به قتال کوي ځکه د دوی ملګری الله تعالی دی او د دوی سره یې د کومک وعده کړې ده.

په قتال کې مرګ ، زخم ، زندان او فتحه ټول کامیابي ده ، د حوادیثو په پیښېدو به قتال نه معتل کیږي.

قتال عظیم عبادت دی : داسې عبادت چې نور عبادات ورسره نه شي برابرېدای ، د قتال یو ساعت د دنیا او مافیها څخه غوره دی ، د قتال په سنګر کې هر عمل د مکې معظمې تر اعمالو هم بهتر دی مثلًا په مکه مکرمه کې دوه رکعته لمونځ د قتال د سنګر د دوه رکعته لمونځ سره په اجر کې نه شي برابرېدای ، د مجاهد خوب د قائم او صائم تر عمل پورته اجر لري.

هدف : د جګړې څخه د مسلمانانو هدف د الله تعالی د کلېمې لوړوالی ، د الله تعالی پر ځمکه د الله تعالی نظام پلی کول ، د کفر ، شرک او بې دینۍ له منځه وړل ، او د نظام واک د مسلمانانو په لاس کې اخیستل دي.

که پورته اهداف د سولې له لارې رامنځته کیږي ، مسلمانان باید سوله وکړي. او که د سولې له لارې نه رامنځته کیږي نو جنګ پر مسلمانانو فرض دی.

او که د سولې په نوم د کفارو اهدافو ته مشروعیت ورکول کیږي ، داسې سوله د مسلمانانو لپاره ماته ده ، سوله نه ده.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*