تازه مطالب
کور / تبصرې / سوله! که په شاتو کې زهر؟
sola

سوله! که په شاتو کې زهر؟

ډاکټر آصف

ښکیلاکګرو ځواکونو د خپل ظالمانه او غاصبانه ښکیلاک لپاره ډیرې ذریعې په لاره اچولي او اچوي یی چې یوه یې هم په شاتو کې زهر ورکول دي، تاریخ ثابته کړې ده چې د انسانیت او بشریت له حدودو وتلي ځینې انسانان د خپلو کرغیړنو موخو د ترلاسه کولو لپاه تل له همدې حربې څخه کار اخیستی، په اوسني وخت کې د امریکایانو له لوري د لاسپوڅي حکومت په خوله د سولې چیغې وهل اصلاً په همدي معنی دي، ځکه چې دوی خپل ټول زور استعمال کړ خو ویې نکړای شول چې د افغانستان د مسلمانو خلکو روا پاڅون د زور په ذریعه وټکوي، نو وروستۍ حربه به یې دا وي چې په شاتو کې زهر ورکړي، چې هغه عبارت د په نوم سولې څخه ده، سوله پخپله د انسانانو لپاره یو ډیر محمود خصلت دی خو وحشي صفته انسانان ورڅخه بده استفاده کوي.سوله په اسلام کې هم لوړ مقام لري، خو  رښتینې او حقیقی سوله، نه د چل ول، فریب او دوکې سوله، تاسې ولیدل چې د حکمتیار سوله تر کومه ځایه ورسیده او فعلا ورسره څه وشول او ولې توقف شوه؟، د حکمتیار سره د سولې یواځینی هدف دا و چې هغه ووژل شي چې حکمتیار هم دغه حقیقت درک کړی و ، ځکه یې د ځان څرګندول د تور لیست څخه پر لرې کولو مشروط کړل، او کله چې ښکیلاکګر او د هغوی لاسپوڅی هم په دې پوه شول چې حکمتیار دغه مکر در کړی دی، نو سوله یې پرې نه ښوده چې خپل واټن ووهي او پر مخه ولاړه شي، د سولې مخه یې په رنګارنګ لارو ډپ کړه تر دې چې اخر یې هم اعلان وکړ چې په کابل کې بل حزب اسلامی ثبت دی د حکمتیار په نوم حزب اسلامی د سیاسي فعالیت اجازه نلري.

خو دا چې حزبیان هم په چل او نیرنګ کې تر هغوی کم نه دي او پکې پخوانۍ سابقه لري، اوس په دې هڅه کې دي چې دولت ته دوکه ورکړي، فعلا یې ځان غلی کړ یواځې د خپلو بندیانو په خوشي کولو ټینګار او فوکس لري. اوس داسی معلومیږی چې دولت هڅه کوي چې حزب تیرباسي او حزب هڅه کوي چې دولت تیرباسي لکن امریکا هڅه کوي چې دواړه تیرباسي. یا یې یو پر بل ووژني او یا دواړه سره لږ ترلږه په جنګ کړي.

امریکا او لاسپوڅي حکومت وکولای شول چې دغه ډول شات د ملا نیازي تر ستوني هم تیر کړي، وخت به ثابته کړي چې حکمتیار او ملا نیازي شات خوړلي او که زهر؟؟؟

 

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*