تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / سيګار: افغان ځواکونه د خپل هېواد امنيت په بشپړه توګه نه شي ساتلی
سيګار

سيګار: افغان ځواکونه د خپل هېواد امنيت په بشپړه توګه نه شي ساتلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۳) الماس خدرخېل

د افغانستان د بيا رغونې لپاره د امريکا د مرستو ځانګړې ادارې مفتش سيګار وايي، چې افغان امنيتي ځواکونو د خپل هېواد امنيت په بشپړه توګه نه شي ساتلی.

نوموړې ادارې تېره ورځ په خپور کړي راپور کې ويلي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه‎دي توانیدلي چې د ټول هېواد امنیت وساتي له همدې کبله یې ځینې سیمې له لاسه ورکړي.

سيګار چې د افغانستان د بیارغونې څارنه کوي وايي، چې د لسګونو ميليارده ډالرو په لګولو سره لا هم افغان ځواکونه د امنيت په راوستلو کې لازمه وړتيا نه لري.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو مفتش جان سوپکو وايي، امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې ۶۴ میلیارده ډالر د افغانستان اردو، پولیسو او هوايي ځواک سره مرسته کړې، چې په دې کې په ۲۰۱۶ کال کې تقریباً درې نیم میلیارد ډالره هم شامل دي.

سيګار وايي، چې افغان ځواکونه يواځې د لويو ښارونو د امنيت ساتلو وړتيا لري او بس.

سيګار ادارې د تېر کال په لومړيو څلور مياشتني راپور کې ويلي و، چې افغان حكومت د مخالفينو پر وړاندې خپله پنځه سلنه ځمكه له لاسه وركړې ده، پخوا يې پر اويا سلنه حاكميت و او اوس يې پر پنځه شپيته سلنه ښاوره حاكميت دى.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش د سيګار دا څرګندونې ردوي او وايي، چې مخکې د خیالي سرتیرو د موجودیت په اړه خبرې شوې وې د نوموړي په وينا، دا ستونزه اوس هواره شوې ده، خو سيګار بيا په تازه ورکړل شوي راپور کې ويلي، چې لا هم د ملي اردو او ملي پولیسو په لیکو کې لسګونه زره خیالي سرتیري موجود دي.

بايد وويل شي، چې د امریکا پوځ د ۲۰۱۶ میلادي کال په اګست کې وویل، د افغانستان په سلو کې څه باندې ۶۳ خاورې د دې هېواد د حکومت په واک کې ده او نوره خاوره يې د وسلوالو طالبانو په واک کې.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*