تازه مطالب
کور / خبرونه / سپینه ډوډۍ زیان رسونکې ده
bred

سپینه ډوډۍ زیان رسونکې ده

صابر خپلواک

هغه کسان، چې سپینه ډوډۍ خوري، هېڅ وخت هم د مړښت احساس نه کوي، ځکه دغه ډوډۍ په خپل ترکیب کې اړین غذایي مواد نه لري، چې د انسان د اړتیا وړ انرژي ترلاسه کړي.

فیبر په اوړو کې هغه ضروري ماده ده، چې په وینه کې کلسټرول تنظیموي او له هاضمې سیستم سره په مړښت کې مرسته کوي، برعکس سپینه ډوډۍ د هغو غنمو له اوړو څخه پخېږي، چې پوستکی ترې لرې شوی وي، که یې ډوډۍ وخوړل شي، د لا لوږې لامل کېږي.

سپینه ډوډۍ په وینه کې شکره لوړوي؛ سپینه ډوډۍ د تصفیه شوو غنمو له اوړو  پخیږي، د هضم په اوږدو کې زر جذبېږي، چې دغه څه په وینه کې د شکرې کچه لوړوي او انسولین ټیټوي؛ سپینه ډوډۍ یوازې د هغو خوراکي توکو سرچینه ده، چې د شکرې او د زړه ناروغۍ لا پرمختللې کوي او د چاغوالي لامل کېږي.

دا چې په سپینه ډوډۍ کې د ګلوټن شتون ددې لامل کېږي چې هضم یې ستونزمن شي.

په سپینه ډوډۍ کې هېڅ ډول انزایم نه تر سترګو کېږي، ددې لپاره چې په معده کې خواړه لکه: غوړي، کاربوهایدرېټ او پروټینونه پر وړو زرو ټوټه شي، په پانقراس کې اړینو انزایمونو ته اړتیا پیدا کېږي، خو که د یو څه وخت لپاره سپینه ډوډۍ وخوړل شي، پانقراس د انزایمونو له کمښت سره مخ کېږي، نه شتون یې د هاضمې په سیستم کې ستونزې پیدا کوي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*