تازه مطالب
کور / اسلام پوهنه / صراط المستقیم او په قرانکریم کې د هغه مصداقات‎
%d8%b5%d8%b1%d8%a7%d8%b7-%d8%a7%d9%84%d9%85%d8%b3%d8%aa%d9%82%db%8c%d9%85

صراط المستقیم او په قرانکریم کې د هغه مصداقات‎

لیکنه:قاری شفیق الله سهاند عمري

صراط په لغت کې لارې ٬مسلک او مطلق تیریدو ته وایي او د شریعت په اصطلاح کې هغه نیغې او محدودې معنوي لارې او یا معنوي امر ته ویل کیږي چې خلک پرې عمل کوي او په واسطه یې حق ته رسیږي٬چې دغه لاره به له افراط او تفریط څخه پاکه٬په شرعي حدودو به محدوده او حق ته به رسیدونکې وي چې همدا دری (۳)واړه د صراط المستقیم شرطونه هم دي

مفتي اعظم پاکستان شیخ شفیع عثماني رحمه الله د صراط المستقیم په اړه لیکي: هغه نیغې لارې ته وایي چې هیڅ ډول کوږوالی پکې نه وی او له عقیدوي نظره هغه دین ته ویلی شي چې په هغه کې افراط او تفریط نه وي

د صراط المستقیم ځینې معناوې سلف الصالحینو٬مفسرینو او علماو هم کړې دي چی د هغو ټولو نچوړ او خلاصه دا ده:

د صراط المستقیم معنی ځینو صحابوو٫تابعینو٬مفسرینو او علماو په اسلام او دین سره کړی ٬ځینو په کتاب الله سره کړی ٬ځینو نورو په حق سره کړی٬

ځینو د صراط المستقیم معنی په رسول الله صلی الله علیه وسلم٬ابوبکر صدیق ٬عمر رضی الله عنهم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په صحابو سره کړې ده (د هغوی لاره صراط المستقیم ده)

او ځینو نورو د صراط المستقیم معنی په طریق السنة والجماعة سره کړې ده (د زیات تفصیل لپاره تفسیر ابن کثیر٬تفسیر مدارک٬تفسیر خازن او د شیخ الاسلام علامه ابن قیم رحمه الله مدارج السالکین کتاب وګورئ)

قران کریم کې د صراط المستقیم مصداقات:

الله تعالی په قران کریم کې د صراط المستقیم  څلور مصداقات ذکر کړي

اول مصداق : توحید : قران کریم په لاندې ایتونو کې د صراط المستقیم معنا په توحید سره کړې

الف:سورة العمران ۵۱ ایت کی عیسی علیه السلام خپل قوم ته فرمایي: إن الله هو ربی وربکم فاعبدوه هذا الصراط المستقیم (العمران ۵۱)

ترجمه:بیشکه الله تعالی رب زما او رب ستاسو ده نو یواځې د دغه یو الله عبادت وکړئ (په توحید سره یی خاص کړئ) چې همدا خالص توحید نیغه لاره ده

همدارنګه په سورة المریم ۳۶ ایت کی هم الله تعالی همداسی فرمايي: وإن الله ربی وربکم فاعبدوه هذا الصراط المستقیم (سورة مریم ۳۶)

ب: سورة یاسین ۶۱ ایت کې هم د صراط المستقیم معنی په توحید سره شوې الله تعالی فرمايي:و أن اعبدونی هذا صراط مستقیم (سورة یاسین ۶۱)

ترجمه:او دا چي یواځې زما عبادت وکړئ نو همدا نیغه لار ده

ج:سورة الزخرف ۶۴ ایت: إن الله هو ربی و ربکم فاعبدوه هذا صراط مستقیم (الزخرف ۶۴)

ترجمه:بیشکه الله زما رب هم دی او ستاسو رب هم٬ نو یواځی د دغه یو الله تعالی عبادت وکړئ چی همدا سمه نېغه لاره ده

دوهم مصداق : کتاب الله (قران کریم): د صراط المستقیم دوهمه معنا او مصداق کتاب الله ده چې په لاندې ایتونو کې ورته اشاره شوې ده

سورة العمران ۱۰۱ ایت کې : وکیف تکفرون وأنتم تتلی علیکم  ءایت الله وفیکم رسوله ومن یعتصم بالله فقد هدی الی صراط مستقیم (العمران ۱۰۱)

ترجمه: او څرنګه تاسې کفر کوئ او حال دا ده چی په تاسو خو د الله تعالی ایتونه لوستل کیږي او په تاسو کې خو د الله تعالی رسول ده (د هغه سنت دي) او چا چې د الله تعالی په کتاب منګولې ولګولې نو بیشکه هغه نیغه لار وموندله

سورة الانعام ۱۲۶ ایت کې: وهذا صراط ربك مستقیما (الانعام ۱۲۶) یعنی دا قران کریم ستا د رب نیغه لاره ده

همدارنګه د همدې سورت په ۱۵۳ ایت کی هم فرمايي :بیشکه دا قران کریم زما نېغه لار ده نو په همدې لاره لاړ شئ

دریم مصداق : سبیل لأنبیاء (لار د رسولانو): په قران کریم کې په عمومي ډول سره د ټولو پیغمبرانو لارې او منهج ته صراط المستقیم ویل شوی ده لکه په لاندې ایتونو کې

سورة الصافات ۱۱۷ او ۱۱۸ ایتونو کی د موسی علیه السلام  او هارون علیه السلام لارې ته صراط المستقیم ویل شوي٬ الله تعالی فرمايي: وءاتینهما الکتب المستبین ٬ و هدینهما الصراط المستقیم (سورة الصافات ۱۱۷٬۱۱۸)

ترجمه:هغو دواړو ته مو واضح او روښانه کتاب ورکړ او هغو ته مو سمه لار وښودله

سورة یاسین د شروع ایتونو کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو رسولانو لارې ته صراط المستقیم ویل شوی : یس ٬ والقرأن الحکیم ٬ إنك لمن المرسلین ٬ علی صراط المستقیم (سورة یس)

ترجمه:قسم ده په قران کریم چی هغه محکم کتاب ده دا چی بیشکه ته (اې محمد صلی الله علیه وسلم) خامخا له رالیږل شویو پیغمبرانو څخه یې او دا چې ته په نیغه لاره یې

دلته د پیغمبرانو له لارې څخه مراد هغه لار ده چی په اصولو د ایمانیانو کې په ټولو دینونو کی مشترکه وه یعنی مردا تر اصول د ایمان دي فروع نه

څلورم مصداق : لاره او اتباع د رسول الله صلی الله علیه وسلم: قران کریم کې د صراط المستقیم څلورم مصداق د رسول الله صلی الله علیه وسلم لاره او د هغه پیروی او اطاعت ذکر شوی الله تعالی په دې اړه داسې فرمایي:

فاستمسك بالذی أوحی إلیك إنك علي صراط مستقیم (سورة الزخرف ۴۳)

ترجمه: نو منګولې ولګوه په هغه کتاب چی تاته یې وحې شوي ده بیشکه ته (اې محمد صلی الله علیه وسلم) په نیغه لاره یې

همدارنګه د همدې سورت په یو شپیتم (۶۱) ایت کې فرمايي: او بیشکه نزول د عیسی علیه السلام خامخا نښه د قیامت ده ٬ نو خبردار شک ونکړئ په هغه کې ٬او زما اطاعت وکړئ (په ماپسې راشئ) او همدا په ما پسې راتګ او زما اطاعت پخپله نېغه او سمه لار ده

رب العزت دې موږ ټولو ته د توحید عقیده٬ د کتاب الله فهم ٬ د انبیاؤ لار او د رسول الله صلی الله علیه وسلم متابعت نصیب کړي (امین)

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*