طالبانو د امریکایې او استرالیایې استادانوویډیوخپره کړه

3

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۲) عبدالهادي همت

د تیر ( 2016 کال د اګست د میاشتې په ۷)  نیټه  په کابل کې دوه تنه د امریکایې پوهنتون استادان امریکايې Kevin King او اسټرالیايې Timothy Weeks د نامعلومو کسانو له لوري برمته شول

 نن طالبانو د دې دو بهرنیواتباعوویډیوخپره کړه په ویډیوکې دواړه برمته شوي بهرنیان په صحت روغ ښکاري او وايي چې دوی له طالبانوسره بندیان دي.

بندیان له خپلوکورنیوغواړي چې د دوی د خلاصون لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او د طالبانوغوښتني ومني

یاده ویډیو د ۲۰۱۷کال د جنوري دمیاشتي په اوله نیټه اخستل شوې ده

طالبان وايې دوی غواړي چې ددې دووامریکايې اواسترالیايې وګړو ویډیوګاني ددوی متبوع هیوادونوته ورسیږي ترڅويې ولسونه په دې پوه شي چې حکومتونه يې د خپلو اتباعو دخلاصون په برخه کې د طالبانواسانه اوپرځای غوښتني نه مني

طالبان وایې د یادو دوو بندیانوهیوادونه کوښښ کوي چې د زور له لاري خپل بندیان ازاد کړي” دوی باید پوه شي چې د زور استعمال ددوی اسیرانوته هرډول خطرپیښولای شي “

شریکول

Leave a Reply