تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / طالبان: د کندهار پېښه موږ پورې اړه نه لري- موږ تېره شپه کندهار کې عمليات نه درلودل
طالبان

طالبان: د کندهار پېښه موږ پورې اړه نه لري- موږ تېره شپه کندهار کې عمليات نه درلودل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۲) الماس خدرخېل

طالبانو د هغې چاودنو په اړه سپيناوی کړی، چې تېر ماښام د کندهار ولايت په مقام کې رامنځته شوې، چې پکې د لوړپوړو چارواکو په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې: ” دکندهار ولایت په مرکز کې پيښه ددښمن ترمنځ خپل منځي ستونزه ده، په موږ پورې اړه نلري”.

نوموړی زياتوي “دوی تېره شپه په کندهار ولايت کې عمليات نه درلودل”.

په کندهار ولايت کې دا چاودنې داسې مهال کېږي، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ په هلمند کې د ملي امنيت د يوه قومندان په کور او په کابل کې د دوه نورو چاودنو مسئوليت په غاړه اخيستی وو.

بېګا ناوخته د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرزاق رسنيو ته وويل، چې د کندهار په چاودنو کې ۱۱ تنه لوړ رتبه چارواکي وژل شوي، چې پنځه یې بهرني دیپلوماټان ، یو دکندهار مرستیال والي‌ عبدالعلي‌ شمسي او نور حکومتي‌ مامورین دي.

جنرال رازق وايي، چې د شمسي په اړه تر اوسه معلومات نه لري چې چيرې دی، خو یوې بلې امنيتي سرچینې نن سهار وختي رسنيو ته ويلي، چې هغه ټپي دی او د کندهار په هوايي ډګر کې د نورو چارواکو تر څنګ د امریکایانو په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی.

په دې چاودنو کې د متحده عرب اماراتو سفير جمعه الکعبي او د کندهار والي همايون عزيزي هم ټپيان شوي دي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*