تازه مطالب
کور / راپور تاژ / طالبان څوک دي؟ ځانګړی، تاریخي او معلوماتي راپور/دویمه برخه
طالب قطار

طالبان څوک دي؟ ځانګړی، تاریخي او معلوماتي راپور/دویمه برخه

احمدالله مهاجر

په تېر پسې…..

خو یوازې هغه رښتیني مسلمانان چې د صحابه و په نقش قدم روان دي د اسلام اصلي روح ته رښتیني دي، غرض یې د نبي کریم صل الله علیه وسلم د صحابه و په شان د الله تعالی رضا، جنت او د اسلامي نظام حاکمېدل دي؛ طالبان واک ته ورسېدل، په افغانستان کې یې یو سوچه اسلامي نظام قائم کړ، شرعي حدود یې جاري کړل او په ټولنه کې یې خرافاتي عقاید او ټولې هغه بې دینۍ چې له کمونستانو څخه په ښارونو کې په میراث پاتې شوې وې، له منځه ولاړې.

په اسلامي بڼه پوښل شوی کلتور رائج شو، هر څه به د اسلام په رڼا کې سرته رسېدل، یواځینی مشکل چې طالبانو درلود، هغه دا وو، چې ونه توانېدل نړیوال په دې قانع کړي، چې هېچا ته هم خطر نه دي او نه هم له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره کومې مفاهمې ته رسېدلي وو، حتماً به د طالبانو سیاسي بصیرت د اوس په نسبت څه ناڅه کمزوری و؛ خو تر ټولو ستر لامل یې غربي لنډغر او وطني داړه ماران وو، چې د غلامۍ ځنځيرونه یې غاړو ته اچولي وو، ځکه چې په همدې غلامۍ کې یې نجات لیدلی و او نړیوالو ته یې دا وېره ورکړې وه، که طالب کمزوری نه شي او بلاخره له منځه یوړل نه شي، نو د هغوی اسلامي امارت چې شاید نړیوال اسلامي خلافت ته لاره وي، تاسو ته لوی تهدید شي او که وځپل شي، نو  پر ځای به یې کفري ډيموکراسي د همدې لنډغرو او داړه مارانو په واسطه پلې شي، نو نتیجه یې هېوادوالو ته ښه نه وه، په وطن کې فقر او بې روزګاري زیاته شوې وه، طالبانو ډېر زیات کوښښ کاوه چې فقر له منځه یوسي خو خورا مشکل کار و.

ملل متحد په طالبانو سخت اقتصادي بندیزونه لګولي وو، د پاکستان، سعودي او عرب اماراتو په شمول ټولې نړۍ دا بندیزونه په پوره مانا عملي کول؛ خو بیا هم په الله قسم کوم چې په نظام کې دومره خوند و، لوږه یې په افغانانو هېره کړې وه، وژنه، درد، غلا، شکونه، او هر قسمه ظلم او تېري وجود نه درلود، ټولو له خوښیو ډکه زنده ګي کوله.

وزیر، رئيس او نظامي قومندان به د عامو خلکو په شان په جومات، او د خپل کارځای کې پیدا کېدای شوای، هر چا غیر له کوم مشکل څخه ورسره په پوره جرائت خبرې کولای شوای او د خپل حق غوښتنه به یې کولای شوای، د چارواکو کورنی اقتصاد به یا له عوامو سره برابر وو او یا به ترې کمزوری و، د امارت په وخت کې به چې کوم چارواکی په څومره لوړه دنده و، هغومره به یې کورنی اقتصاد کمزور و.

د وزارت دفاع یو مالي د شهید ملا عبیدالله آخند متعلق داسې یوه کیسه له رسنیو سره شریکه کړې: شهید ملا عبیدالله آخند د دفاع وزیر و او تر امیر المومنین او مرحوم ملا رباني اخند را وروسته یې زیات حیثیت درلود.

«یوه ورځ د نوموړي زوی ناروغه شو، د شپې ماته راغی راڅخه یې وپوښتل «خپلې شخصي روپی لرې؟» ما ویل، «هو» بیا یې وپوښتل، «سل لکه افغانۍ لرې چې اوسنۍ افغانۍ شپږ زره کیږي؟» ما ویل، «هو»، پیسې مې ورکړې بیا مې ورڅخه وپوښتل چې خیر خو به وي؟ نوموړي راته وویل چې زوی یې سخت ناروغه دی او د علاج لپاره یې پيسې ورسره نشته، نو زه سخت خفه شوم  ورته مې وویل چې ښاغلیه! «ستا لپاره د وزارت دفاع له لوري حق درکړل شوی دی چې د کورنۍ علاج د امارت په پيسو وکړې، ولې قرضه کوې؟» ده راته وویل، «په هغه ترتا زه ښه خبر یم، خو ګوره دا پیسې په یوه ځای نه شم درکولای، په قسط قسط به یې درکوم.» ما ورسره ومنله.

همداسې د مرحوم امیرالمومنین له زرهاو ناویل شویو کیسو څخه یوه کیسه د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر متوکل صاحب مونږ ته کړې ده.

«څو ورځې مسلسل د ملا صاحب مبارک یوې وړې لور ۵۰۰ افغانۍ چې په هغه وخت کې یوه ژاوله پرې کېدله غوښتې، خو د ملاصاحب ځواب به «نسته» و. یوه ورځ مونږ ورسره روان وو، چې هغه وړه لور چې په پښو یې چمپلان هم نه وو، ۵۰۰ افغانۍ وغوښتې، مبارک بیا ورته وویل چې نسته، نو لور یې په ډېره قهرجنه لهجه ورغبرګه کړه: «بلا دې په پاچاهۍ شه چې ۵۰۰ افغانۍ نه پکې پیدا کیږي.».

وکیل احمد صاحب وايي، چې امیرالمؤمنین موږ ته هم اجازه نه راکوله، چې اولادونو ته يې پيسې ورکړو او یا څه ورته راونیسو.

د دې خبرې په تائيد سره د ملا اخترمحمد عثماني رحمه الله کیسه درسره شریکوو. هغه مبارک کیسه کوله، کله چې د ملاصاحب د کور مخې ته د موټر بم چاودنه وشوه، ملا صاحب په دفتر کې و، د کورنۍ یو غړی یې شهید هم شو، (عثماني صاحب د ملا صاحب نږدې خپل و) نو ما یې ماشومان د ملا صاحب په اجازه خپل کور ته بوتلل، ملا صاحب په مخابره کې راته وویل، چې ګوره ته به څه نه ورته اخلې، زه پیسې درلېږم په هغه خوراک ورته برابر کړه، د نور شي اجازه مې نسته، نو یې پيسې راولېږلې خو پیسې دومره کمې وې چې هر څومره کوښښ مې وکړ، له وچې ډوډۍ او مستو څخه بغیر بل څه پرې نه کېدل، بیا مې ملا صاحب مبارک ته مخابره وکړه چې خیر څه پيسې به زه ورسره کړم او څه نور شی به هم واخلم، ده مبارک ویل چې ما خپله کورنۍ د بیت المال په پیسو نه ده اموخته کړې چې هېڅ شی نور ورته وانه خلې.»

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کراچۍ کې جنرال قونسل مولوي مسیح الله مؤذن کیسه کوي، چې کراچۍ ته د ملا صاحب ورور ملا عبدالمنان آخند د څو زخمیانو سره ورغلی و، نو یوه ورځ بازار ته ولاړ او ماښام چې کور ته ورغی، نو مؤذن صاحب ورڅخه وپوښتل: «په بازار کې دې څه کول؟»

عبدالمنان ورته وویل: «د ملاصاحب اولادونو ته مې څه چمپلان رانیول، پایزار یې نه درلود.»

نور بیا…

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*