تازه مطالب
کور / راپور تاژ / طالبان څوک دي؟ ځانګړی، تاریخي او معلوماتي راپور
طالب قطار

طالبان څوک دي؟ ځانګړی، تاریخي او معلوماتي راپور

احمدالله مهاجر

کله چې افغان مجاهد او غیور ملت په داخل د افغانستان کې د وسله وال جهاد په مټ د علماوو په مشرۍ روسان مات او کمونستي رژیم څملاوو، د وطنوالو په زړونو کې د ازادۍ، خپلواکۍ او د یوه سوچه اسلامي نظام د حاکمېدو هیلې او امیدونه را ټوکېدل، مګر ځینو خود پرستو، ظالمو او د پردیو په کړیو کې ګېرو مشرانو د ملت ارمانونو ته شا او د پردیو په اشارو یې د سمت، قوم او یا څوکۍ په نامه جنګ او جګړې پیل کړې، د همدې تاوترېخوالي په لړ کې ښکلی کابل په کنډواله بدل شو او یوازې په همدغه ښار کې ۶۰زره بې ګناه ولسي وګړي د حزب، جمعیت، اتحاد، هزاره ګانو، دوستمي ملېشو ترمنځ په جګړو کې په شهادت ورسېدل، عامه تأسیسات له منځه یووړل شول او هېواد ته تازه را ستانه شوي کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ شول.

دغه تاوترېخوالی تر دې پورې ورسېد، چې افغانانو یو بل د همدغو غیر اسلامي جګړو په ترڅ کې د خرڅ شویو مشرانو په قومانده په بې رحمانه ډول ووژل؛ همدوی د ملت د ځورونې، بې ثباتي رامنځ ته کولو او د بل خوشالولو لپاره پاټکونه جوړ کړل، پر غیر اسلامي او ناوړه کړنو یې پیل وکړ؛ هلکان ودول، جنګي پوستو ته نجونې تښتول او بیا له یو څه وخت ساتلو وروسته وژل او جسدونه یې وحشي ځناورو ته غورځول، د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکوهل، د یو قوم او بل قوم د باعفته زنانه وو څخه سينې پرې کېدل او بیا یو بل ته د سوغات په نامه لېږدول، د رقص مرده په نامه فلمونه جوړول یې د مثال په ډول ستاسو یاد ته راوستلای شو، همدا ټول د دې لامل شول، چې یو ښه انسان دې د دې ټولو ناخوالو پر ضد غږ اوچت کړي او د ځورېدلي ملت دعا دې ورسره مله شي، د مدرسې او جومات یوه سپیڅلي، متدین او با غیوره شخصیت، د روسانو په مقابل کې ستر غازي، او د کورنیو جګړو پر مهال ګوښه نشین شوی ملا، د اسلام خادم، عمر ثالث، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له خپلې پاکې حجرې د دغو ناورینونو پر خلاف، د قهار او مددګار رب (جل جلاله) په مرسته، د خپل ولس په ملاتړ، او د یو څو له نظره لوېدلیو طالبانو په مشرۍ، خپل زوړ ټوپک ته لاس کړ او هماغه وو چې په محدوده مفتوحه سیمه کې دردېدلي ولس له دوزخ څخه د راوتو او جنت ته د داخلېدو احساس وکړ، همدا دلیل شو چې نه یوازې افغانستان، بلکې د نړۍ مسلمانو ملتونو هم  د طالب د ور رسېدا لارې څارلې او د افغان ملت رښتینو مشرانو د رسول پاک وارثینو علماء کرامو ملا محمد عمر مجاهد امیرالمؤمنین وټاکه او د اسلامي امارت بنسټ کېښودل شو.

په ډېره کمه موده کې همدې سپېڅلو طالب مجاهدینو د ټوپکسالارانو ګلم د افغانستان د یوې زیاتې برخې څخه ټول کړ او د کابل دروازو ته ورسېدل، هلته د یو څه ځنډ وروسته د الله تعالی په مرسته په ۱۳۷۵ لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه خپل سپېڅلی سپین بیرغ پر ارګ ورپاوه، چې ورپسې یې د افغانستان  شمال ته ځانونه ورسول، او شریعت یې قایم کړ.

د طالبانو  د واکمنۍ موده  ۵ کاله وه، چې په ترڅ کې یې په هېواد کې یو سوچه اسلامي نظام راوستو او په ټولنه کې یې اسلامي کلتور رائج کړ، او هم یې د نړی بذدله مسلمانانو ته دا وښوده چې د اسلامي نظام راوستل ممکن دي او د هر وګړي د حق د خوندیتوب لپاره یوازینۍ لاره ده.

د طالبانو موخې او کړنې

د هرې ډلې موخه هغه وخت معلومیږي، کله چې واک ته ورسیږي؛ شعارونه او اعلامیې د نړۍ د تنظیمونو او تجارتي ادارو لخوا د یوې سیمې خلکو ته په کتو، او ددوی د ذهن مطابق جوړيږي ترڅو خپل هدف ترلاسه کړي او چې هدف ترلاسه شي نو بیا هغه څه کوي چې یا یې له خپل بادار سره وعده کړي وي او یا يې په اصل کې کوم بل خاص هدف ته ژمن وي. مثلاً آن آته کاله وړاندې امریکايي ولس له خپلو چارواکو غوښتل چې له مسلمانو ملکونو دې عسکر وباسي ځکه چې غیر له تابوتونو بله ګټه یې نده ترې ليدلې، هماغه وو چې حتی یوه تور پوستې په خپل کمپاین کې له دغه شعار څخه استفاده وکړه چې خپل عسکر به خپل کور ته راولي، د ظالمو سپين پوستو امریکایانو ولسمشر شو، خو کله چې هدف ته ورسید دا کار یې ونکړ. په اسلامي نړی کې هم هغه اسلامي تنظیمونه چې په جهاد او قتال باندې عقیده نلري لکه اخوانیان، هم د سوچه اسلامي نظام د راوستو دعوه کوي، که څه هم ږېرې یې خریلې وي، نکټايي اچولې وي، لورانې یې بربنډې ګرځي، او چې کله هم واک ته رسیدلي دي نو بیا خو یا کمیونستي اعلان کړي او یا هم امریکايي ډيموکراسي.

خو یوازې هغه رښتیني مسلمانان چې د صحابه وو په نقش قدم روان دي د اسلام اصلي روح ته رښتیني دي. ددوی غرض د نبي کریم صل الله علیه وسلم د صحابه وو په شان د الله تعالی رضا، جنت او د اسلامي نظام حاکمېدل دي؛ اسلامي نظام

نور بیا

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*