تازه مطالب
کور / خبرونه / عربي اماراتو کې د «صحرا» ۲۰اوريز کرکټ ټورنمنټ سيالي ترسره کېږي
افغان کرکټ لوبډله

عربي اماراتو کې د «صحرا» ۲۰اوريز کرکټ ټورنمنټ سيالي ترسره کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) الماس خدرخیل

د عربي اماراتو کرکټ بورډ د “صحرا” تر نامه لاندې ۲۰ اوريز کرکټ ټورنامنټ جوړ کړی.

دوی وايي، چې د روان ۲۰۱۷ ميلادي کال د جنورۍ پر ۱۴ د عربي اماراتو په ابوظبۍ کرکټ نړيوال لوبغالي کې به د دوه سيالو لوبډلو تر منځ لومړنۍ سيالي ترسره شي.

د افغان کرکټ يو چارواکی وايي، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د ټورنمينټ په لومړۍ ليګ لوبه کې د ايرلينډ کرکټ لوبډلې په وړاندې لوبه کوي، چې د داوړو  لوبډلو تر منځ سيالۍ به د افغانستان پر وخت د شپې پر ۷:۳۰ اووه نيمو بجو پيل شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر دا مهاله د ایرلینډ سره پنځه شل اوريزې لوبې کړي چې ۲ يې ګټلي او ۳ یې بایللي دي.

د ورکول شوي مهال وېش له مخی، ګډون کوونکي ۸ لوبډلې پر ۲ ګروپونو وېشل شوي چې په لومړي ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او کوربه عربي امارات او په دوهم ګروپ کې هالنډ، سکاټلنډ، نیپال او هانګ کانګ لوبډلې ځای لري.

افغانستان به د عربي اماراتو په وړاندې لوبه د جنوري پر ۱۶ نېټه د شپې پر ۷:۳۰ بجو او وروستۍ لیګ لوبه به د جنوري پر ۱۹مه نېټه ماسپښیي ۳۰:۲ بجې له نمیبیا سره په دوبۍ کرکټ نړیوال لوبغالي کې ترسره کړي.

د دغه ټورنمينټ هدف يادو لوبډلو ته د ډېرو لوبو برابرول او هم په نړیواله درجه بندۍ کې مخکې پرمختګ دی.

دا مهال افغانستان د شل اوریزه لوبو په درجه بندۍ کې ۹، هالنډ ۱۱، سکاټلنډ ۱۳، عربي امارات ۱۴، هانګ کانګ ۱۵، عمان ۱۶، ایرلینډ ۱۷، خو نمیبیا تر اوسه په دې درجه بندۍ کې شامله شوې نه ده.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*