نصیب ځدراڼ

د سرۀ ښکېلاک (روس) لۀ یرغل نه وروسته که ډیر افغانان یي مقابلې ته را ووتل خو  ډیر بیا داسې هم وو چې د روس د عسکرو سره په یوه سنګر کې اوږه په اوږه  افغانانو په خلاف جنګیدل، دوی خپل مخالفین اشرار او ورانکاري بلل او خپل ځان ته یي بیا د وطن بچیان ویل، جنګ تیر شو، دواړو لوریو ته په لکونو خلکو خپل ژوند وبایللو، خو یوې خبرې ته مو کله پام کړی؟؟؟

هغه دا چې کوم کسان چې د روسي ښکېلاک په ملاتړ یا د هغه وخت د خلقي رژیم له طرفه جنګیدل تر اوسه مو څوک لیدلې چې د هغوی قبرونو  ته د دعا لپاره ورشي او د بخښنې دعا ورته وکړي؟ یا یي د شجاعت کارنامې بیان کړي؟ یا یي زامن په هسکه غاړه و وایي چې موږ د شهیدانو بچیان یو؟!

او د دوی(روس او د روس د ملګرو) مقابل کې چې څوک وژل شوي تر اوسه یي قبرونه معلوم دي، یادونه یې تازه او په قربانیو یې اوس هم ملت، بلکې ټول اسلامي امت نازیږي، خلک دعاؤ ته ورځي او په ډیر مینه دعا ورته کوي، د شجاعت کارنامې یې یادوي او بچیان یې په ډېر فخر سره وایي چې زما باباجان شهید شوی وو.

دا خبره په دې پورې رایاده شوه چې ویل کیږي تېره ورځ په کونړ کې  پینځه تنه د  اردو عسکر ډیر په بې وسۍ سره وژل شوی دي؛ همدا شان څو ورځې مخکې روزګان کې ۳۳ عسکر وژل شوي وو، وروسته بیا د دوی په اړه داسې راپورونه راغلل چې یاد عسکر له یوې میاشتې راهیسي محاصره وسله څه چې د خوراکي توکو له سخت کمبود سره مخ ول، خو څوک یې کومک ته ورنغلل،له مرګ نه مخکې د لوګې او تندې مرګ ورباندي تیر وو.

د امریکا د یرغل په اولو وختو کې به چې داخلي عسکرو ته ځیر وکتل نو سمدستي به یي چورلکې مرستې ته راغلې اوس په میاشتو محاصره وي څوک ډوډۍ هم نه ور رسوي.

 په وار وار داسې پیښ شوي چې د اردو په عسکرو ،پوستو او موټریز کاروانونو هغو امریکایانو بمبار کړی کوم چې د ځمکې لاندي څلور سانتي شیان ویني!! کوم امریکایان چې سپوږمۍ ته رسیدلې دي او له هغه ځایه ټوله نړۍ او سمندر څاري!! همغه امریکایان د داخلي عسکرو هغه لوی موټران نه ویني چې دوی خپله داخلي عسکرو ته ورکړي او په پوستو لګیدلې لوړ او رنګه بیرغونه نه ویني، بمبار ورباندي کوي او د هر څه سره یې ریز مریز کوي. فاعتبرو!

زموږ په ټولنه کې یو چاته د زوی د پیدایښت زیری ډېر زیات د خوښۍ سبب وي، بیا په داسې وطن کې چې ۸۰ سلنه خلک د غریبۍ ژوند تیروي د دوی لپاره د بچیانو ساتل،درسونه ورباندي ویل او تر زلمیتوب رسول ډیر سخت کار دی، نو په دي احساس هم خبر یم چې په داسې ټولنه کې چې د زوی د مرګ خبر راشي نو هغه همه ډېر زور او درد لري.

باور وکړئ د اردو د عسکرو په بې رحمه مرګونو مې زړه ودردیږي، ۱۶ کاله دوی د یوې پردۍ جګړې او پردي هدف  لپاره قربانۍ ورکړې، د ناټو د یرغلګرو عسکرو، ددوی د پوځي مراکزو، هوایی میدانونو او موټریزو کاروانونو ساتنه کوي، دوی خواران د هغو  یرغلګرو عسکرو د بیسونو د دروازو پیره داري کوي او انګریزان د ننه بیغمه ناست وي.او چې د افغانانو په کورونو چې چاپه وي اول د کور دروازه د کور عسکر (داخلي عسکر) ور ماتوي. بیا یي خارجي مشران او داخلي وطن فروشان ورته وایي چې دا د وطن د ګټلو جنګ دی!! همدوی چې و وژل شي نو نه یي څوک جنازو ته ورځي او نه یي څوک فاتحې یا غمرازۍ ته ورځي؛ د کورنۍ خلک یي په داسې احساس سره یادوي لکه په ډیره بیکاره لاره کې چې وژل شوي وي. د مرګ  نه وروسته یي د کونډو نه پوځي افسران د شیطاني خواهشاتو د پوره کولو غوښتنه کوي.

دین،وطن او قوم یو وخت له ځلمیانو څخه قرباني غواړي د وطن اصیل بچیان بیا پر دغه ډګر قربانې ورکوي او په تاریخ کې د اتلانو په نوم یادیږي.او خپل قوم او ملت د دوی په قربانیو ویاړي.

عسکر دي په دي فکر وکړي چې طالبان هم د دوی غوندي افغانان دي، خلک په هغو ځایو یادګارونه جوړوي چیرته چې په دوی بمبارونه شوې وي، ډیر ځایونه د دوی په نومونو ونومول شي، د شهیدانو کنډَو،ْ د شهیدانو کلی، د شهیدانو جومات، د شهیدانو هدیره او… بیا یي خلک څومره په خوښۍ جنازو ته ورځي، کورنیو ته یي د شهادت مبارکۍ ورکوي، ډیر ځایه به مو لیدلې وي چې تازه قبرونه جوړ شوې وي اوس سپین بیرغونه ور باندي رپاند وي خلک ډیر په افتخار وایي دا د شهیدانو قبرونه دي او په یوه سپیڅلې مینه دعاګانې ورته کوي.نو د ولس د عسکرو سرا یو رقم او د طالبانو سرا بل رقم چلند ولی دی؟

کیسه ختموم څنګه چې پخواني مجاهدین د افغانستان خلک وو هغسي خلقیان او پرچمیان هم د وطن خلک وو، خو د خلقیانو قبرونه هم ورک دي. اوسني د اردو عسکر، کمانډو، پولیس او اربکیان دې هم په دې فکر وکړي چې موږ هم د خلقیانو او پرچمیانو غوندي بې مقصده خپل ژوند د لاسه ورکوو. هم پړۀ او هم مړۀ یو. قرباني مو د وطن لپاره نه د امریکا لپاره ده.د وطن ساتنه خو دا نشوه چې یرغلګرو طیاره د افغانانو د خټو په کور بمبار وکړي بیا راشي او ته د هم هغه هوایي میدان په دروازه کې ولاړ وي ټوپک دي په لاس کې وي او همدا طیاري او پیلوټان ساتي چې څوک زیان ور ونه رسوي تر څو چې سبا بل ځای بمبار ته چمتو وي.

که ستا قرباني د وطن لپاره وي نو وطن خو مو د تورخم هم دی. همداسې د بولدک دوه کلي مو هم وطن وو. د ګوشتې ولسوالي او انګور اډه مو هم وطن وه چې اوس د پاکستان راڅخه ونیول. کله خو د ناټو له عسکرو نه دا پوښتنه وکړئ چې دا شپاړس کاله مو د زرګونو هغو افغانانو کورنه بمبار کړل چې ستاسي مخالف وو او موږ درسره همکاران وو راځئ یو ځل تاسي هم زموږ کومک وکړئ زموږ د وطن اشغال شوي هغه سیمې آزاداوو کومې چې پاکستان اشغال کړي تاسې هوایي او ځمکنۍ همکاري راسره وکړئ چې څه درته وايی؟

 که ځواب مثبت خو ډیر خوند به وکړي او که داسې نه وه نو یو ځل په خپل ګریوان کې د خپل برخلیک، اخرت او راتلونکي وخت په اړه هم فکر وکړئ یا د خلقیانو قبرونو ته وګورئ او عبرت ترې واخلئ، سبا به مو دغسې قبرونه هم ورک وي، نوم به مو د خاینانو او وطنفروشانو په لیست کې ولیکل شي.

فَاعْتبَِرُوْا یا اُولِی الْاَبْصار.

شریکول

Leave a Reply