تازه مطالب
کور / ادبي برخه / غــزل
ghazal

غــزل

محمد غني څاروان

عـجـیـب غـونـدې سـړی و لـه ډېـوې سـره پــه جـنګ و

مـغــرور لــه کـوره ووت لــه ادې ســره پــه جـنــګ و

زموږ د کلي مړو ته به یې په ګوته کـړل، ویل بـه یـې

دا خـلـک ولـې ویـده دي، هـدېـرې سـره پـه جـنــګ و

د خـپـل کـلي خـیـرات بــه یــې ویـالـې تــه غــورځـولــو

ســوالګــر بــه یـې رټـلــو صـدقـې ســره پــه جـنـګ و

خـبـر شـولـم نـاوخـتـه چـې یـې خـپـل تـربــور وژلــی

هـم سـولـه بـه یـې غـنـدلـه هم جګړې سره په جنګ و

څــاروان هم پې پوه نه شوم چې دا څه رنګه سـړی و

هـم لـه ورځې مرور و هم له شپې سـره پـه جـنـګ و

بلخ ولایت د مزارشریف ښار درغه مارکیټ شپږم پوړ

نېټه: ۲۹/ ۹/ ۱۳۹۵ ل.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*