غـــــــــــــزل

134

شفاعت ريحان

یو عبادت وروسته له هره ملاقاته کوم
ستا په لېدو مې رب ته نفل دوه رکاته کوم

ته دې دا غوږ لږ را نژدې کړه په مادومره ګران یې
لمونځ مې خپل ځان ته ، او دعا جانانه تاته کوم

په نیمه شپه ستا د دردونو او یادو پر کعبه
د عشق طواف مې د غزلو و رڼاته کوم

چې پر یارۍ مو د بېلتون خاورې امبار امبار شوې
هر ماځیګر به انتظار د راتلو چاته کوم؟

په دې بې ميني او بې خونده دنیاګۍ کې یاره!
د محبت اذان د خپل زړه له جوماته کوم

دا یو عادت مې ” شفاعته! له پخوا لرمه
درنې ګېلې مې له وړو سلګیو شاته کوم

 

شریکول

Leave a Reply