فارياب کې درې ديني عالمان وژل شوي دي

31

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳۰): د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې درې دينې عالمان وژل شوي دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري رسنيو ته ويلي، چې مولوي مجيب، ملاسيف الله، ملا غلام او ملا محب الله تېره شپه په بورغن کلي کې د ملاعبدالقيوم په کور کې مېلمانه و چې د نامعلومه وسله والو له لوري ورته مرګ ژوبله اوښتې او له ډلې يې يواځې ملامحب الله ټپي شوی، نور درې واړه وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه په د دغه ديني عالمانو قاتلين نه دي معلوم خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او نه يې د وژنې لامل په ډاګه شوی دی.

په دې وروستيو کې په هېواد کې د دينې عالمانو د وژنو لړۍ زور اخيستی، چې ځينې خلک يې د استخباراتي کړيو کار بولي او غواړي چې مذهبي شخړو ته لاره هواره کړي.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ