فاریاب: شپږ قومي پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي

38

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۳۰):د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، په پښتونکوټ ولسوالۍ کې شپږ قومي پاڅونوال طالبانو ته تسلیم شوي او خپلې ټولې وسلې او مهمات یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

د پښتونکوټ ولسوالۍ ولسوال میرویس سیدزوی وايي، د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې قومي پاڅونوال له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو کلابند کړي وو، چې د مرستې نه رسېدو له امله طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د سیدزوی په خبره، تسلیم شویو پاڅونوالو سیمه هم طالبانو ته پرېښې او پنځه میله کلاشینکوفونه، یو میل پیکا او نورې سپکې او درنې وسلې یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

په پښتونکوټ ولسوالۍ کې ډېری اربکیان او قومي پاڅونوال له تېرې یوې میاشتې راهیسې طالبانو کلابند کړي، چې د میمنې چارواکي ورته پاملرنه نه کوي.

شریکول

ځواب پريږدي

مهربانی وکړي خپله تبصره وليکئ!
خپل نوم وليکئ