تازه مطالب
کور / مطبوعات / غربي مطبوعات / له امريکا څخه د ترکيې لومړي وزير وارخطا کونکې پوښتنه
کولن

له امريکا څخه د ترکيې لومړي وزير وارخطا کونکې پوښتنه

ترکيې د ناکامې کودتا په جرم له متحده ايالاتو څخه دمخالف مشر فتح الله کولن د ورسپارلو غوښتنه وکړه ، دترکيې ددغې غوښتنې په ځواب کې واشنګټن ويلي و چې دوی به دکولن دسپارلو په اړه ترهغو هيڅ فکر ونه وکړي ترڅو يې چې په کودتا کې دهغه دښکيلتيا کره شواهد نه وي ترلاسه کړي.

دترکيې لومړي وزير ترکي بن علي يلدرم نن سه شنبه په امريکا باندې په دې اړه سخته نيوکه وکړه او ورڅخه يې وارخطا کوونکې پوښتنه وکړه : (آيا تاسې شواهد لرل چې دګوانتامو زندان مو له شکمنو کسانو څخه ډک کړ؟)

تاسې له موږ څخه ددلائلو په غوښتنې ټينګار کوئ سره له دې چې هرڅوک پوهيږي چې دکودتا تر شا د چا لاس دی ، تاسې له موږ څخه د شواهدو غوښتنه کوئ حال دا چې د بن لادن په اړه تاسې هيڅ شواهد وړاندې نه کړل !!

يلدرم وويل: ترکيه به دکولن ګوند ريښې وباسي ترڅو بيا دتل لپاره د ترکيې له ولس سره خيانت ونکړي .

يلدرم په متحده ايالاتو تور پورې کړ چې د (تروريزم) په ضد جګړه کې له دوه مخي څخه کار اخلي او زياته يې کړه چې دغه ډول کودتا دترکيې په تاريخ کې نه ده ليدل شوې چې پکې دې ولسي وګړي د کودتاچيانو له لوري په نښه شوې وي.

ديادونې وړ ده چې ۱۵ کاله وړاندې امريکا دتروريزم په پلمه په افغانستان او دبيولوژيکي وسلو دلرلو په پلمه پرعراق يرغل وکړ ، په لکونو انسانان يې قتل کړل ، په ميليونونو يې بې کوره ، تعذيب او وځورول ، او ترنن ورځ پورې يې دا لړی روانه ساتلې ، او اوس ټوله نړی پوهيږي چې امريکا له غرور ، کبر او دوه مخي څخه کار اخلي .

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*