تازه مطالب
کور / تبصرې / له سياسي شناند او ليکوال استاد محمدزمان مزمل سره ځانګړې مرکه!
13091681_996148113767700_1034767658_o

له سياسي شناند او ليکوال استاد محمدزمان مزمل سره ځانګړې مرکه!

زنداني طالبان له مرګه نه وېرېږي او خپلوان يې هم پرمرګ تشویش نه لري، دولت به په وژلو سره دومره وکړي چې څه يې په لاس کې دي هغه به يې هم له لاسه لاړ شي، مګر د طالب په جنګي مسير کې به هېڅ تغير رانشي. ( استاد مزمل) 

له سياسي، علمي او جهادي  شخصيت، شنانداو ليکوال استاد محمد زمان مزمل سره  دکابل ټکي کام ځانګړې  مرکه!

مرکيال : فاتح

کابل.کام : قدرمن استاده! که لومړۍ پوښتنه داسې مطرح کړو، چې د هېواد روان حالت څنګه ارزوئ؟

استاد مزمل :بسم الله الرحمن الرحيم

په افغانستان کې چې تر  ۱۱سپتمبر  وروسته کوم تحولات  تر دغه ځايه راورسېدل، حقيقت خبره دا ده چې  دا له يوې خوا  امريکا ته  هم يو لوی چيلنج و او د افغانستان خلکو ته  هم؛ ځکه  چې له امله يې څو ريکارډه مات شول: يو خو يې دشوروي دپاتې کېدو ريکارډ مات کړ، چې د لته له شوروي څخه  امريکا زياته پاتې شوه. بل دا چې د شوروي په نسبت دامريکا تلفات کم  اټکل کېږي  او دا هم  ديادونې ده چې  مجاهدينو هم په خپلو کمو تلفاتو مبارزه ډېره اوږده وغځوله؛ مګر نه  پکې امريکا او نه طالب دمذاکراتو غوڅه  لار  جوړه کړه او موافقې ته ورسيدل.

معمولاً جنګونه  تر لسو کلونو نه اوږدېږي؛ خو دا روانه جګړه  چې پنځلس کلنه شوه، دا طالب ته هم چلنج دی چې دشوروي د ماتې دوه برابره موده کې يې امريکا ته ماتې ورنه کړه. دغه رنګ امريکا لپاره هم چيلنج دی چې په دومره موده کې يې ونه کړای شول چې  جګړه وګټي او يا طالب  مذاکراتو  ته اړ کړي.

 په هر صورت دا  چې څلور اړخيزې څلور جلسې ناکامې شوې، طالب نه  دچارجانبه  او نه  د بل کوم  منبر له لارې شريک شو او پردې برسېره  يې د «عمري» په نوم عمليات هم اعلان کړل  او دا عمليات په داسې خطرناکو عملياتو پېل شول چې دهغوی نه  يوه دکابل ښار ( پل محمود خان ) خونړۍ پېښه هم ده چې ډېره ويرجنه وه  او بل طرف ته  حکومت  هم  د «شفق» په نامه عمليات پېل کړل.

 دې  مجموع حالت ته چې ګورم په  ۲۰۱۶ز کې دتېر ۱۱سپتمبر  په نيمه جذبه  خلک  يو ځل بيادجګړې دواړو خواوو ته  ننول؛ نو دې ته په کتو سره سږ کال به په جګړه کې خامخا يا طالب کمزوری کېږي او يا به  امريکا او  دهغوی پلويان تر دې  زيات له  بدې  ورځې سره مخ کېږي.

کابل.کام : طالبانو  د «عمري» په نوم سږ کلني عمليات ډېر تېز پېل کړل، دې لړۍ ته په کتو سره  څه نظر لرئ چې جنګي ځواک او حوصله يې همدومره زياته شوې او که  دکال په نيمه کې به ستړي شي؟

استاد مزمل :  زه فکر کوم  چې امريکايان نوي په سلو کې ووتل، پکار وه چې طالب تر ۲۰۱۴ وروسته خپل جنګي ځواک سياسي لور ته بېولی وای؛ ځکه سياست  هم خپلې پايلې لري، ډېرې جګړې چې په سياست ګټل کېږي په جګړه نه ګټل کېږي، پکار وه چې دسياست خواته يې لار خلاصه کړې وای او دکابل حکومت  هم  همدغه ناکامي ده چې په پنځلسو کلونو کې دې جنګ ونه ګاټه اوس به يې څنګه د شفق په عملياتو پېلولو وګټي. سره له دې چي دمشرانو زامن يې په بهرنيو هېوادونو  کې  په  فحشا سر دي او دغريب  ولس زامنو ته دجنګ روحيه عياروي.

پکار ده چې دواړه لوريو ته  دجنګ روحيه راټيته کړل شي او په کرار کرار مذاکراتو خواته لاړ شي؛ ځکه چې دواړو خواوو ته ولس وژل کېږي، هغوی که په ډالرو اخيستي هم دولس بچي دي او که دوی سره په ايماندارۍ ولاړ دي هم دولس بچي دي.امريکا خو دخپل ولس بچي جنګ ته  نه دي رالېږلي، چې بيا يې ولس  پر مړيو ويرونه وکړي او را وپارېږي؛ بلکې هغوی له شرکتونو په قرارداد  راوستلي او بې هدفه خلک موږ سره جنګوي.

کابل.کام : دکابل تر خونړۍ پېښې وروسته اشرف غني اعلان وکړ، چې نور به  دسولې پرځای دجنګ لار خپله کړي. ايا که نوموړی پردې دريځ پاتې شي ګټه به ترلاسه کړي ، که تاوان ؟

استادمزمل: که حکومت له دې نه زيات  دجنګ توان درلودلی، هېڅ  صرفه به يې نه وای کړې، ولې د دې حادثې په رامنځته کېدو کې چې کوم تاثر ايجاد شو، دغه تاثر مخکې هم موجود و، دلته په کابل کې هم  يو تعداد خلکو پرحکومت فشار راوړ  چې مذاکراتو ته لاړ شي، دلته په ګردي مېزونو کې  د غسې حالت  ايجاد شوی و، فکر کوم چې  ډاکتر اشرف غني يا عبدالله  دڅه  وخت لپاره په ګردي مېزونو کې دسولې روحيه کمزوري کړي، يو شمېر  کسان داسې هم شته  چې هڅه کوي څو دخپلو شخصي ګټو په خاطر  ملي ګټو ته خنډ واقع شي او دا جنګ خدای مکړه په قومي جنګ بدل کړي، لکه په شمال کې چې د شهاب الدين غوري جګړه  يې ښکاره بيلګه ده او ټول زيانونه يې پښتنو ته واړول. په  دې سربېره بيا هم حکومت فاسد حکومت دی دا جنګ نشي ګټلی بايد طالب ديو جهت په حيث ومني او روغه ورسره وکړي .20160424_182425

حکومت چې په پنځلسو کلونو کې جګړه  ونه ګټله؛ اوس يې هم نشي ګتلی ، بايد له طالبانو سره دسولې خبرېش وکړي اوطالبانو ته  هم بايده دي چې دجنګ پرځای سولې ته ډېر  ميلان وښيي.

کابل.کام: په افغانستان کې د بل هېواد چارواکي (جان کېري) لخوا د حکومت برخليک ټاکل؛ نامشروع حکومت  جوړول  او بيا د دلويې جرګې رابللو  پرځای  ورته  تر پنځو کلونو غځولو پرېکړه کول، ايا افغان ولس او دولت ته دا لوی شرم  او دهغوی لخوا ورته ټاکل شوی اساسي قانون ترپښو لاندې کول نه دي؟        

استاد مزمل :  حقيقت خبره ده، دجان کېري ملاقات، خبرو  چې کوم بد تاثر  په کابل کې پرېښود، تقريبا په سلو کې پنځوس (٪۵۰) په کابل کې دننه خلک  طالبي منطق ته ولويدل، ويې ويل: چې موږ اشغال يو، جان کېري څه کار دی چې راځي زموږ برخليک ټاکي؟ زه فکر کوم چې دطالبانو ته د عمري عملياتو نيم په نيمه ګټه دجان کېرې له راتګ او د هغه له  اظهاراتو  ورسيدله او پر  ولس يې کرکه وشيندله .  متاسفانه چې له دې نه سهي استفاد ونشوه او جنګي عملياتو دا فضا دومره پسې وپوښله چې دهغه خبرې هم پکې ورکې شوې او دهغه دا سپيره سفر ډېر بد تاثیر وکړ.

کابل.کام : د ګډ حکومت  په راتګ سره  بې روزګاري زياته شوه، ځوانان په مرګونو لارو له هېواده تښتي  دا روانه وضعه به دهېواد راتلونکي ته څومره زيان ورسوي؟

استاد مزمل : دا چې د هېواد يولک ځوانان په جرمني يونان او داروپا سفر په اوږده تړانګه کې پراته دي  څوک پکې دريابونو وخوړل او څوک پکې بې عزتيو. حقيقت خبره داده چې  په کابل کې داسې نظام نشته  چې دخلکو شل په سلو کې باور او هيله  ورته پيدا شي.

هغه خلک تښتي چې دسفر زيرمه او مصارف لري،  ډېر خلک داسې دي چې بهر ته دتګ پیسې نه لري  ګنې افغانستان کې هېڅوک دپاتې کېدو نه دي، په همدې خاطر  هغه مهاجر په هلته په پاکستان کې ډېر تنګ هم دي ، هغوی پوهېږي چې له له داخله هېوادوال تښتي نو موږ څنګه ورشو؟ حقيقت خبره ده چې دملي وحدت حکومت که دکرزي له حکومت سره پرتله کړې نو سل په سلو کې پکې څه نه دي پاتې .بس ټلويزونونه دي او يوازې شوشا ده، که سړی دپغمان او چهاراسياب نه  اخوا فکر وکړي، يوه تياره دنيا ده هېڅ شی نشته.

کابل.کام : استاد ! که دسولې خبرو ته يو ځل بيا راوګرځو ؛ د سولې په اړه د طالبانو پخوانی او اوسنی دريځ يودی او که بدلون پکې ليدل کېږي ؟
استاد مزمل : دطالبانو دريځ  دسولې په رابطه يو دی، ځکه هغوی  مخکې هم ويلي وو، چې په کومه طريقه چې اشرف غني جوړه کړه په  هغه کې زموږ ځای نشته  او س هم په هماغه دريځ ولاړ دي. زما له نظره که  ددې لپاره يوه بله لاره لټول شوې وای چې په پاکستان کې يې ناسته نه کيدله د پاکستان او افغانستان په حضور يې په بل ملک کې ځای ټاکلی وای! ځکه ما پخپله  هم دا ويل چې هند او چين په  دې کې برخه لري بايد يو بل ملک هم پکې ورځای شوی وای.

که طالبانو هم په دې رابطه يو نوښت کړی وای او مذاکرات يې چيلنج کړي نه وای، که پرځای يې اعتراض درلود ځای دې بدل شوی وای، که په ترکيب يې اعتراض لاره يو بل هېواد به يې ورځای کړی و، ځکه چې په مذاکراتو کې خو طالبانو کومه  صدمه نه ليدله، صدمه دطالبانو مخالف لوري ته اوښتې، اصلا بايد په دې خبره څلور اړخيزو هېوادونو فکر کړی وای؛ خو زما په فکر چين هم نه غوښتل چې مذاکرات کامياب شي ځکه چې هغوی غواړي امريکا په افغانستان کې نوره هم وځورېږي او ښه کړاوونه وګوري،  بلکې څلور واړه خواوې  مخلص نه دي چې افغانستان کې سوله راشي.

کابل.کام : د حکمتيار صيب دريځ ته، چې حکومت  سره يوځای کېږي او  له هېواده بهرني ځواکونه وتل  شرط نه بولي،  حال دا چې په خپلو تېرو اعلاميو کې  یې ويلي چې، تر څو يو بهرنی عسکر په هيواد کې موجود وي، دوی به حکومت کې ګډون ونکړي، په کومه سترګه  ګورئ؟

استاد مزمل: بنيادا حکمتيار صيب دامريکا دراتګ نه وروسته په جهاد کې ډېره برخه درلوده، زه فکر کوم چې حکمتيار صيب دې ته منتظر شوی وي ، چې دی به هم  دطالبانو سره شريک مذاکراتو ته لاړ شي، خو په دې کې پاکستان او چارجانبه هېوادو هم فکر ونه کړ، خو تېر کال چې عمليات شديدشول په کندوز کې امريکايانو بېرته مداخله وکړه  او غوڅې غوڅې خبرې يې وکړې چې موږ خپل انډيوالان يوازې نشو پرېښودلی، کيدای شي دبل کال لپاره هم پاتې شو؛ نو حکمتيار صيب به هم دکابل له حکومت سره ديو ځای کېدو خپل وجوهات لري چې  يو به دا هم وي : که په حکومت کې ورداخل شي او دسياست يوه برخه وګرځي ، تمه ده چې دامريکاحضور کمزوری او په څو کلو کې له هېواده ووځي.

کابل.کام : حزب اسلامي په خپلو  اعلامیو کې کله  یو څه وايي او کله بل څه. داسې ګډوډ دریځ به حکومت پر حزب بې باوره نه کړي؟

استادمزمل: دا خبره به په راتلونکو شپږو مياشتو کې معلومه شي، چې حکمتيار صيب په کابل کې په سياسي پروسه کې په مناسب ځای ولګيده، دکابل نظام، ډلې، خلک دهغه لپاره داسې ظرفيت او  چانس ورکړي چې په داخل کې سياسي بدلون راولي  زما په فکر حکمتيار صيب به اوږد مهاله پاتې شي او که هغوی ورته زړه تنګي شول او يا په لږو مياشتو کې  ورڅخه خفه شو؛ نو طبعا د خلکو توجه به دطالب خواته زياته شي.

کابل.کام : حزب اسلامي اوس جنګي ډله نه ده، بلکې زیات غړي یې په حکومت کې مدغم شوي. پاتې کسان که ورسره شي څه ګټه به وکړي؟

استاد مزمل : داسې ده چې په جګړو کې جنګ يوه خبره ده او قضاوت بله خبره ده. دشوروي اشغال او امريکا اشغال فرق همدا دی، چې دشوروي په اشغال کې زموږ او تاسو سره  ملاتړ زيات و، هغه خلکو چې د نجيب  کيشمن په اداره کې يې کار کاو، شل په سلو کې يې دجهاد لپاره تبلیغات کول، باور وکړه چې په پغمان کې دګلمجم سره جنګ و، يو تجار  وايي چې يوې انجلۍ ته مې تجارتي پاڼې ورکړې  وې هغې راته وويل : نوم دې څه دی ؟ ماورته کړه : شير محمد .

ويل يې : نه ! دا دی نوم نه دی ، ماڅو ځلې ورته وويل چې شير محمد، هغې وويل: که ته شير وای په  پغمان کې به جنګېدې!  هغه وويل : هېڅ وخت مې جهاد ته دومره شوق نه و راغلی لکه دې نجلۍ پيغور چې  ودرولم. هغه شان فضا همداسې جوړه وه چې دداخل نه بشپړ حمايه  موږ سره ملګرې وه .  همداسې حکمتيار صيب  هم چې د حکومت پرضد و، په تبليغاتي لحاظ يې طالبانو ته ګټه وه.

کابل.کام : دهېواد په ختيځ کې طالبانو ته دداعشيانو تسليميدل  به په افغانستان کې داعش دتری تم کيدو پېلامه نه وي او ايا په افغانستان کې داعش ناکامي به دسوريې پر داعش څه اغېز وکړي؟

استاد مزمل: دداعش په رابطه هغه چې ترټولو  کم معلومات لري زه يم او زه  معمولا وضعيت ته ګورم بيا فيصلې کوم، دهغه ځای داعش  سني مسلمانان دي او سني مسلمانان په عربي سيمه کې دوه  ډېر لوی دښمنان لري او دواړه کامياب هم دي؛ ځکه دامريکا سره او دغرب په  تاريخي لحاظ  شيعه هيڅ دجنګ يوه صحنه نه لري، يوازې سني مسلمانان دي چې د اموي، عباسي  او عثماني خلافت نه تردې وخته پورې  د اروپا او غرب سره په جنګ اخته دي. نو غرب دا نقطه ورکړې ده چې موږ سره سنيان جنګېږي  او سنيان  ذليلوي  او دغه دايران اوسني شيعه ګانو هم قطب زاده، بني صدر .. ترينه لاړل  افراطي شيعه ګيرۍ ته يې ملا تړلې ده؛  نو دسوريې او عراق سنيان ډېر ورځوريدل اول امريکا وځپل اوس يې شيعه ګان ځپي، خو دداعش په اړه فکر کوم چې دغه دقهريدلوسنيانو ځلميانو نه جوړ تحريک دی، سالم فکر نه لري او دخپل راتلونکي سهي سوچ  نشي کولای. ولې په افغانستان کې دا داعش دهغه داعش سره په هر لحاظ فرق لري، دلته داعش دهغوی په شان سني پرګنۍ نه لري، ځای نه لري؛ بلکې يو تعداد وحشي خلک دي  په ظلم اوغير اسلامي اعمالو يې لاس پورې کړی .  افراطي عمل چې په هرځای کې وي ناکام دی، ځکه اسلام  يو وسط دين دی، دمسيحيت او يهوديت  زخې يې رنده کړې؛ نو څوک چې په ظلم لاس پورې کړي طبعا هغه ناکام دي او له ورکې سره مخ کېږي .

کابل.کام : محترم استاد! تاسو د شوري او امريکايي يرغل پروړاندې  دقلمي جهاد ویاړ لرئ،  ستاسو په نظر د تېر  او اوسني دور د قلمي جهاد ترمنځ څه توپير شته ؟

استاد مزمل :  زما له نظره تېر جهاد په ۸۰۰کالو کې  داول ځل لپاره بيا راتازه شو، دښه تصادفه په داسې ماحول کې مطرح شوه چې  زموږ ملت هم ټول ورسره ودرېده ، ګاونډيانوهم پکې ګټې درلودې چې روس په افغانستان کې مات شي، او دامريکا او غرب  هم ګټې په همدې کې وې چې شوروي په افغانستان کې مات شي، نو حقيقت خبره دا ده کوم  ماحول چې د افغانستان جهاد درلوده ، زما له نظره به بيا داسې تکرار نشي، ځکه هغه کسان چې دشوروي په مقابل کې زموږ ترڅنګ ولاړ وو، نن هماغه دامريکاپه مقابل کې د امريکا ترڅنګ ولاړ دي، يوازې طالب او يوه ډېره محدوده برخه حزب اسلامي په دې جنګ کې وجنګيدل.ب

داسلامي هېوادونو تنظيمونه هم له ويرې نشي ورسره دريدلی. مطبوعات يې هم ورسره مرسته نشي کولای، له دې سره اته څلوېښت هېوادونه ورسره جنګېږي. منل شوې خبره ده چې دا مبارزه طالبانو او دحزب اسلامي ځينې کسانو، ليکوالانو او شاعرانو توپاني کړه، زه  چې خپله  ترانې اورم  زيات اثر  راباندې وکړي، که چېرې  طالبانو ډېره توجه تبليغاتو ته ورکړې  وای نو دا جنګ به پنځلسو کلونو ته  نه وغځيدلی، که څه هم طالب ته چانس نه وي بايد ځانته چانسونه پيدا کړي او هره حادثه باید بيا بيا تکرار کړي  او زياته يې مطرح کړي، زما له نظره که طالبانو دعمري په نوم عمليات  دثور نه وروسته جوزا کې شورع کړي وای او يوه مياشت  يې دجان کېرې په سفر او ويناوو قوي تبليغات کړي وای  ډېر زيات اثر به يې شيندلی و.

کابل.کام : که  ددولت لخوا زنداني طالبان لکه انس حقاني او نور … اعدام شي نو دوی ته به کومه ګټه او طالبانو جنګي مسير ته څه  تاوان ورسېږي اوکه نه ؟

استاد مزمل :دولت چې خپله څومره خلک سپکوي، وژنې او نورتعذيبونه ورکوي هېڅ ګټه نشي ترلاسه کولای، ځکه چې طالب په جهاد کې له وژلو هېڅ ويره نشته، هغه خلک  چې بنديان دي که اوس هم ورته وويل شي چې خوشې دې کړو جهاد ته ځې که کور کې پاتې کېږي؟

شايد په جرئت ورته ونه وايي چې زه جهاد ته نه ځم، نو زه فکر کوم چې کوم خلک ددوی په بنديخانو کې دي له مرګه نه وېرېږي او دهغوی خپلوان هم تشويش نه لري چې هغوی مړه شي، دوی به په وژلو سره دومره وکړي چې کوم شی يې په لاس کې دی هغه به يې هم له لاسه لاړ شي، مګر دطالب جنګي مسير کې به هېڅ تغير رانشي.

ديويشتمې پېړۍ مرحله داسې ده چې دغه شان جنګونه ماته دتاريخ په اوږدو کې ډېر نه ښکاري لکه اوس چې روان دي، امريکا او افغان دولت په دې کې اشتباه کوي .

ښه سلوک کولای شي چې مثبت اثر وکړي، هغه تن چې دپل محمودخان کې يې بريد کړی و، هغه پخپله وويل چې ما سره بد سلوک شوی و او دکرزي خبرې يې هم وښودې چې باګرام دطالب سازۍ يوه فابريکه ده؛ نو څومره بدسلوک چې وکړي هغومره دځان په مقابل کې خلک قهريدليو عملیاتو ته راپاروي.

کابل.کام : په داسې حال کې چې د هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت سم نه دی، طالبانو، افغان دولت او عام ولس ته څه توصيه لرئ؟

استاد مزمل : زه په دې ډېر خفه شوم، چې په مذاکراتو کې دطالبانو ګډون ونشو ، کاشکې دا جنګ يې همداسې طبعي پرېښی وای او عمري عمليات يې نه وای اعلان کړي .

دولت هم  هېڅ په توان کې نشته چې طالب ختم کړي او پکار وه چې دشفق عملیات يې نه وای شروع کړي، په غوڅه  به  درته ووايم چې زموږ ملت ډېر ځوريدلی ملت دی، هرخوا څخه دردېږي او دغريبۍ له وجې دجنګ اور ته بيول کېږي، که نه يو تن چې په هلمند کې ديو فاسد او شرابي  قوماندان  لپاره ځان قربانوي دا ډېره نامناسبه خبره ده.

زه دا بل اړخ ته هم توصيه کوم چې پنځلس کاله دې مسلمان ولس دامريکې په مقابل کې مايوسه نکړئ خپل بچيان يې درکړل، ددې بچيانو په رابطه يو سوچ هم پکار دی  او دقربانيو پرځای سولې ته هم ميلان وښيئ؛ ځکه چې اوس دهېواد زياته خاوره دطالب په لاس کې دی او طالب په فاتحانه انداز کې دی، دسولې  په خبرو بد نه ښکاري.

کابل.کام : دټولنې داصلاح، خبردارۍ داسلامي او وطني ګټو ساتنو پروړاندې رسنۍ بايد کوم مسؤليت درک کړي ؟

استاد مزمل :دغه  رسنۍ  چې په افغانستان کې فعالې دي، زياتې  هغو خلکو ته کار کوي چې پيسي ورکوي او زه دا هم وايم  چې دکابل لخوا خپريدونکيو رسنيو او مدني فعالانو داجګړه پنځلس کلنه کړه. کله هم چې طالب سره دسولې خبره وشي په افغانستان کې څو جهته دي چې اور اخلي، مدني ټولنې، چې فکر کوي او وېره لري چې دا ښځې اوس چې زياته برخه په فحشا کې مصروفي دي، دطالب په راتګ به  دفحشا او بې حيايۍ بنډارونه بند شي. په همدې خاطر دوی دسولې پرځای جنګ ته لمن وهي او ځينې سياسي ډلې چې اوس دا کابل يوازې خوري دوی فکر کوي، امريکا زموږ  ترشا ودرېږي او پر پاکستان لږ فشار راوړو، طالب به کمزوری وساتل شي، ځکه طالب خو ختمېږي نه! شمال، جنوب آن  دکابل ترشل کيلو مترۍ ايخوا اکثريت  دطالب سره ولاړ دي، خو دا ددې معنا نه ورکوي چې طالب او دولت به دتل لپاره جنګ کوي.  په رسنيو کې ډېرې لږې سمې دي نورې ټولې داستعمار په نفعه کار کوي او دهغوی په ورکړل شويو موضوعاتو شخوند وهي او دسولې پرضد استعمالېږي.

کابل.کام : استاده ! ډېره ډېره مننه چې کابل ټکي کام ته مو خپل وخت راکړ.

استاد مزمل: ستاسې نه هم ډېره مننه

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*