کابل غږ
خاموش

څو ورځې دمخه چې د عاشورا مراسم نه وو ترسره شوي، د کابل ښار د امنیت په اړه اندېښنې وې. دفاع وزارت ټوله توجه کابل ښار ته اړولې وه. خو اوس چې د فراه ولایت مرکز ته طالبان نږدې شول او جګړه د فراه ولایت څو کیلومترۍ (درشل) ته ورسېده، د فراه ولایت د ولایتي شورا غړیو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که دغه ولایت ته کومکي ځواک ونه رسېږي، د دې ولایت مرکز به د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د حکومت چارواکي او دفاع وزارت چې د کوم ولایت په امنیت کې پاتې راشي، یا کوم ولایت د طالبانولخوا سقوط ته نږدې شي، هغه مهال چې پر ولایت جګړه روانه وي هیڅ توجه ورته نه کوي؛ ځکه حکومت د طالب وسله والو سره د مخامخ جګړې توان نه لري. څو ورځې وروسته په بمبار لاس پورې کړي او د جګړې ځای ته څېرمه ولسي وګړي شهیدان کړي.

د فراه ولایت هم په همدې حال کې دی، ځکه خو د فراه ولایت شورا وایي، طالبان د ښار په څو کیلومترۍ کې دي او که ژر کومکي ځواک دې ولایت ته ونه رسېږي ممکن د ولایت مرکز ونیسي.

تېر کال هم د فراه ولایت د سقوط په حال کې ؤ، جګړه د ښار مرکزي برخو ته رسېدلې وه. که اوس د فراه ښار ته تازه دمه قوه ور ونه لېږل شي، ولایت به سقوط کوي او چې فراه ولایت سقوط وکړي، ورپسې د هدفي وژنو او ناامنیو له امله د غزني او ننګرهار ولایتونه هم له سقوط سره مخ دي. په غزني کې له هدفي وژنو په تېره بیا د پښتنو وژنو غزني مېشتي پښتانه خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

په غزني ولایت کې تر نیمايي زیاتو ولسوالیو سقوط کړی دی او دا مهال د طالب وسله والو په کنټرول کې دي. ځايي اوسېدونکي خپلې ټولو حقوقي او جنايي مسئلې طالبانو ته د حل لپاره وروړي. ورځ په ورځ په غزني کې هغه سیمې چې د حکومت په کنټرول کې وې، له لاسه ورکوي.

د غزني ښار، چې حکومت یې خپل مرکز بولي او د امن ډاډ ځايي اوسېدونکو ته ورکوي، هره کوڅه ېې په اونۍ کې لږ تر لږه درې هدفي وژونکي لري او داسې ورځ به کمه راځي چې په يوه نه، يوه سيمه کې يې  قاتلانو په بې‌غږه تمفګنچو د يوه ځوان ژوند نه وي اخيستی.

د خپلسرو وسله والو لخوا د هېواد په هر ولایت کې وژنې کېږي. ډېری شمېر ولسي وګړي اربکیان وژني، خو په غزني ولایت کې یوازې پښتانه ځوانان د ښار په هره برخه کې په بې غږه تفنګچو ویشتل کېږي چې د غزني په ښار کې د پښتنو ځوانانو ژوند یې تریخ کړی دی. د معلوماتو له مخې د غزني ولایت په هدفي وژنو کې ۹۹ سلنه پښتانه ځوانان ووژل شول او لا هدفي وژنې روانې دي.

د ننګرهار ولایت هدفي وژنې بیا ترغزني هم زیاتې د اندېښنې وړ دي. د ننګرهار په ولایت کې د تېرو درې میاشتو راپدېخوا ۱۱ علماء ووژل شول او اوس هم د علماوو ژوند په خطر کې دی. که په غزني کې د پښتنو ځوانانو او ننګرهار کې د علماوو هدفي وژنې دوام وکړي، تر فراه ولایت وروسته به دا دواړه ولایتونه د سقوط درشل ته ورسېږي.

شریکول

Leave a Reply