تازه مطالب
کور / تبصرې / له کابل ټکي کام سره د آغلې بلېنډه بدرۍ خور مرکه
بلېنډه بدرۍ سره مرکه

له کابل ټکي کام سره د آغلې بلېنډه بدرۍ خور مرکه

کابل ټکی کام ۲۶چنګاښ/۱۳۹۵، مرکه کوونکی: احمدالله مهاجر

*د آغلې بلېنډه بدرۍ خور لنډه پېژندنه:
بلېنډه بدرۍ د هجرت په دیار (د هنګو دوابې په یوه کیمپ) کې زېږېدلې ده، د پکتیا ولایت د اریوب ځاځیو د لېوني قوم د لرلېونیو د کلي ده، عصري تعلیم یې تر پنځم ټولګي پورې کړی دی، وروسته یې مدرسې ته مخه کړې، چې د قران کریم له حفظ او تفسیر دواړو څخه برخمنه شوې او لا هم د تفسیر په زدکړه بوخته، او هم یې نورو ته تعلیم ورکوي.
نوموړې دا مهال ۲۶ کاله عمر لري، او د ۴ ماشومانو مور ده.
بدرۍ خور د شعر له ښاپېرۍ سره هم تار لري، درنه، پښتنه او مجاهده شاعره ده، چې ډېری شعرونه یې په جهاد او د مجاهد په صفاتو څرخي، د نوموړې ناره د ملالې تر نارې کمه نه ده.
آغلې خور که ځوانان توري ته را بلي، خو تر څنګ یې د ناروا تورې غندنه هم کړې ده، او د دین او وطن په مینه مستو فدایانو ته یې شعري نصیحت تر هر مجاهد رسېدلی دی.

*یو فدايي ته نصیحت*

زه دې ځار شمه ژڼکیه!
ستا له هر ګړندي پله
صدقه شمه لوګۍ شم
خو لږ تم شه، یو څه وایم
آه له سترګو دې قربان شم
زه دې هره بلا واخلم
وا ژڼکيه مېړنیه!
زه منم دې بهادر ېې
تا کفن تر سر تړلی
له جهانه بې پروا یې
ته په دین دومره مین یې
چې قیصه کې د ځان نه یې
آه….. دا څومره بختور یې
څو شېبې پس به شهید شې
اخ څه لوړه مرتبه ده
جنتونو کې به ګرځې
پيغمبر (ص) سره به ناست وې
کاش زما دومره همت وای
کاش زما دومره ایمان وای
چې د ستا په شانې ما هم
دا بمونه وای تړلي

زه دې ځار شمه ژڼکیه
تا تړلي خو بمونه
ګړندی ګړندی درومې
د کاپیرو صلیبیانو
په مورچه باندې ورخېجې
زه دې هم په الله سپارم
پرې ورځه الله دې مل شه!
زه به تل درباندې ویاړم
یادوم به دې ټپو کې

خو ای ځوانه اندېښنه مې
زړه کې دا ده ننګیالیه!
نه چې کوم یو مسلمان
څوک بې ګناه درنه زخمي شي
پام چې داسې چرته نه شي
چې د ستا په دې بمونو
د صبا صلاح الدین
او یا طارق ژڼی شهید شي
پام و داسې نه چې کومه
خواره مور د شهید کونډه
بوره نه شي لا میراته
نه چې کوم د خدای ولي
ذاکر سپین ګیری تسبې لاس کې
ستا باروت یې شنه لمبه کړي

زه دې ځار شمه ژڼکيه!
ستا له هر ګړندي پله
صدقه شمه لوګی شم
ته په دین باندې مین یې
ته له سر او ځوانۍ تېر یې
ستا مقام دی په فردوس کې
پیغمبر (ص) سره به ناست وې
آه… ته څومره بختور یې
شهادت په لور روان یې
خو بس هغه سات په خیال کې
دا لره څوک مسلمان چې
ستا له بریده شهید نه شي
ځکه بیا نو خدای خبر چې
څوک دیت یې ورله ورکړي
نو پر تا به یې پور پاتې
تا به لوستي وي قران کې
چې که مړ چا بې ګناه کړ
ته وا درست خلک بې وژلي

نو زه ځار دې شم ژڼکیه!
زر وارې دې له هر پل شم
ته په دین د خدای مین یې
ته ورکوټی مجاهد یې
ته باتور یې مېړنی یې
چې خراب شهادت نه کړې
داسې ځای کې پرې ورټوپ کړه
چې یواځې پیرنګیان وي
زه دا غواړمه ژڼکیه!
د قیامت په لویه ورځ چې
خدای پوښتنه درنه وکړي
چې په څه باندې شهید وې
چې ته ووايې بې درېغه
چې د ستا په دین شهید شوم
او خدای وفرمايي هو تا
رښتیا ووې، رښتیا ووې
او خدای مه کړه نه چې داسې
ستا ځواب ته په غضب شي
چې شهیده ته خبر یې؟
چې تا مړه له کاپېرانو
بې ګناه مومنان ډېر وو

*د مرکې بشپړ متن:
پ: بدرۍ خورې، که دا راته ووایاست، چې کوم هېواد ته مو هجرت کړی، او اوس چېرته اوسیږې؟
ځ: کله چې روسانو افغانستان اشغال کړ، نو د نورو افغانانو په څېر زمونږ کورنۍ هم پاکستان ته هجرت وکړ، په هجرت کې پیدا شوم، په هجرت کې لویه شوم، او تر اوسه مهاجره یم، په پېښور کې اوسم.
پ: بدرۍ خورې، بلېنډه بدرۍ نوم ستاسو اصلي نوم دی، که مستعار؟ او مانا یې څه ده؟
ځ: هوکې، بلېنډه بدرۍ زما خپل اصلي نوم دی، بلېنډه د مشال مانا لري، او هم هغه پتنګ ته ورته خدايي رناګاڼو ته وایي، چې د شهید پر قبر په لومړي ماښام وریږي، او بدرۍ له سیفل موک او بدرۍ جمالې له داستان څخه اخیستل شوی نوم دی، چې د کلي د زړو ښځو له خوا به راته ویل کېدو، خپلې انا هم راته دا نوم اخیستو، بالاخره پرې مشهوره شوم.
پ: بدرۍ خورې یو شمېر کسان (ستا د پاخه او قوي ذوق او استعداد درلودلو په وجه) ستا په هکله دا نظر لري، چې بدرۍ په حقیقت کې ښځه نه ده، تاسو د حقیقت څرګندونه وکړئ؟!
ځ: دا کومه نوې خبره نه ده، د دې خبرې له برکته مې ۵ کاله شعرونه لیکل پریښي وو، د ځینو شهرت خوښو ځوانو شاعرانو دعوې او فتواګانې وې، دوی د خپل ذهن، استعداد او د غیرت له عینکو نورو ته هم کتل، وجه د دوی د شهرت مخه ډب وه، د دوی شرطونه هم ډېر لوېدلي وو، چې یا دې د کابل مشاعرو کې ګډون وکړم، او یا دې دوی (نارینوو) سره په مایک یا په ټیلفون خبرې وکړم، یا دې خپل تصویر په نیټ خپور کړم، که داسې نه شم کولای، نو د بلینډې په مستعار نوم څوک نارینه شاعر یم، او دا خلک هم نوي شاعران وو، چې لا خپله د شعر په لاره زما په شان په پپلیو وو، هر قدم کې به دربل کېدل، او بله دعوه یې زما په عاطفې وه، دوی به ویل، یوه ښځه داسې نه شي کېدای، چې شعر کې دې وینې، جنګ او آزادۍ ته هڅول وکړي، مرګونه او وینې دې یادې کړي.
زمونږ د ځنګلونو او غرونو وطن ته په زرګونو انګرېزانې ښځې جنګ ته راغلې، زمونږ پښتنو ځوانانو سره مخامخ جنګېدې، په دې جنګ کې ډېرې مړې او زخمیانې هم شوې، لا ډېرې اوس هم جنګیږي، خو که د پښتون د لوی تاریخي، توریالي او باتور قوم یوه ښځه تش په شعر کې د ننګ ناره وکړي، نو عاطفه، احساس او فکر یې د ښځې نه دی، څوک نارینه دی، د دوی بله لوېدلې فتوا دا وه، چې ښځينه احساس خو بس تش دا ګودر، منګی، له خپل رواجه بد ویل، خپل ځان باندې د پلار ورور یا خاوند ظلم یادول، د پښتون رواج نه سرټکول، خپل قوم خپل باباګان شرمول، د څلورو دېوالونو نه راوتل، او داسې نور ډېر زبون خواهشات او د هوسونو یادول وي، دوی هرې پښتنې ته د دورخانۍ په سترګه کتل، ځکه دوی په پښتون قوم کې تش دورخانۍ خېله ښځینه شاعري پیژنده او هم یې مزاجونه او احساسونه او د ژوند ماحول یې ادم خاني وو، دوی د شعر له تعریفه ډېر لیرې وو، د دوی شعرونه په پښتو وو، خو یو شعر یې هم پښتون نه وو، د پښتون تعریف، ذات، صفات، خوی او خصلت ته تاریخونه حیران دي، د ټولو نه لوی پکې غیرت، ننګ او حیا ده، او که یوه سوچه پښتنه شعر لیکي، نو د شعر بیان او تصویر به یې څنګه وي؟
پ: آغلې بدرۍ خورې، د شعر ډګر ته مو ولې مخه کړې، که مو کیسه راته وکړه، او لومړی شعر مو کوم یو دی؟
ځ: نه پوهېږم، چې د شاعرۍ ډګر ته مې څنګه مخه شوه، خو سرچینه یې د ودونو له سندرو بولم، ها چې ښځې یې چمبې سره وايي، کلیوالې سندرې.
او لومړی شعر مې:
لاس به وانخلي اندېښنې مې د تسل له شوکې
ترڅو چې لمر راپورته نه وي د سپین غره له څوکې
پ: هر شاعر په شعر ویلو کې ځانته ادبي سبک لري، او یا هم د نورو شاعرانو د ادبي سبک او مکتب پیروي کوي، تاسو خپل ادبي سبک لری، او که له بل ادبي سبک او مکتب څخه پیروي کوی، او په پخوانیو او معاصرو شاعرانو کې د چا شعر خوند درکوي؟
ځ: دا به له ما نه زیات زما د شعر لوستوونکو ته ښه کره معلومه وي، چې زما شعر د خپل مکتب که د بل یو چا له مکتبه پیروي کوي، زه به دومره ووایم چې:
نه د چا په پله مې پل ږدم، شکر نه د چا احسان شته
خپله بیله لاره کاږم نه کاروان نه مې څاروان شته
داسې شاعر یا شاعره نشته، چې هر شعر به یې خلک متاثر کړي، او داسې شاعر یا شاعره هم نشته، چې ځینې شعرونه به یې خلک متاثر نه کړي.
هو نن صبا زه د خپلې درنې خور اناهیتا روهي د خیال او تصور نه بیخي سخته متاثره یم، هغه چې د خیال کومه نقاشي کوي، زه یې کلونه وروسته هم نه شم کولای.
پ: بدرۍ خورې، د اناهیتا روهي په فکر او نظر که رڼا واچوئ؟! 
ځ: د اناهیتا د خیال له نقاشۍ متاثره یم، یواځې متاثره نه، حیرانه هم یم، او ډېر ځله مې یې د نقاشۍ سره رخه راځي، معنا چې ګنې زه داسې ولې نه شم کولای.
اناهیتا چې په لنډکیو شعرونو کې څه تراشي، زه یې په اوږدو اوږدو نظمونو کې نه شم، او د هغه چې کوم خیالونه نقش کوي او په کوم انداز یې دومره روښانه په دومره واړو شعرونو کې ځایوي، زما له علم ډېر لوړ دي.
پ: تراوسه پورې مو څو شعرونه لیکلي دي، او په کوم ډول شعر کې ښه لاس لری؟!
ځ: شعرونه مې ډیر لیکلي، کتابچې ترې ډکې دي، سوځولي او سوځول شوي هم ډېر دي، چې کوم ډول شعر ته مې فکر شو، لیکم یې.
پ: باید په شعر کې کوم اړخ وڅېړل شي، حماسي، عشقي او که بل کوم یو اړخ، د ځان لپاره کوم یو ته ارزښت ورکوی؟
ځ: شعر د شاعر یا شاعرې د خیال، فکر، ضمیر، لید او احساس عکاسي ده، څوک یې چې له کوم اړخه کوي، کولای یې شي، پاتې شوه د ځان لپاره کوم اړخ ته ارزښت ورکوم، دا به ووایم چې زه شعرونه د خپل خیال، فکر، ضمیر او احساس په رنګ نقاشي کوم، په ژوند کې چې څنګه اوسم، په هماغه رنګ مې شعر لیکم، خپلې خاطرې پکې رسموم.
پ: هېوادوالو او شاعرانو ته مو څه پيغام دی؟
ځ: خپلو شاعرانو خویندو ته مې دا پیغام دی، چې شعر کې دې خپله حیا او پښتونواله وساتي، شعر کې دې پښتنه اوسي، د شعر ټوله ښکلا یې په پښتونولۍ او حیا کې ده.
پ: ایا تاسو ته شاعري په نسبي توګه پاتې ده، که تاسو په کورنۍ کې یوازینۍ شاعره یاست؟
ځ: که څه هم زه په خپله کورنۍ کې یوازینۍ یم، چې شعر لیکم، خو زمونږ د اریوب خلک ټول د شعر او شاعرۍ سره بلد خلک دي، ولسي شاعري مو د هر یو په وینه کې ګډه ده.
پ: ایا تاسو له شعرونو پرته ادبي یا سیاسي لیکنې هم کوئ؟
ځ: نه، تر اوسه مې نه دي کړي، یوازې شعر لیکم.
پ: ایا د شعرونو کومه ټولګه مو چاپ شوې ده، او یا یې هوډ لری؟
ځ: ټولګه مې څو ځله تیاره شوه، بیا به سره د يو څو شعرونو پر سر پاتې شوه، هوډ مې درلودو، خو اوس یې نه لرم.
پ: په خپله شاعرۍ کې دې په زړه پورې شعر کوم یو دی؟
ځ: د کاروان لالا خبره چې شعرونه اولادونه دي، اولاد کې فرق نه وي، خو ما ته مې یو څو نظمونه خوند راکوي، او زه د تورو غرونو زاڼه نظم مې خوښ دی، چې هغه مې د شعر په ژوند راڅرخي.
پ: که دغه (د تورو غرونو زاڼه نظم) د کابل ټکي کام مینه والو ته ووایاست، ښه به وي.

ځ: زه د تورو غرونو زاڼه
د یوې لوړې څوکې سر کې
د یو دنګ نښتر په زړه کې
د زړې له درګو جوړې
په ها ځاله کې پیدا شوم
لا ماشومه وم خو ما تش
د ټول غره له نورو زاڼو
د قران تر زړه لار وکړه
*************************
زه د تورو غرونو زاڼه
لا مې شوي پوره نه وو
د خیالونو وزرونه
خو ما تل به ان د ستورو
تر مسکنه لار څارله
هر سحر به مې له ځالې
لرې لرې وطنونه
ټول له یو نظره تېر کړل
زه به مسکه شومه غلې
ما به زر خپلې وزرې
له ډېر نازه وڅنډلې
ما به وې چې یوه ورځ به
زه هم والوځم هوا ته
لر او بر دا لوی وطن به
ټول له یو مخیزه چڼ کړم
خو چې کله به زما شوې
تر غوږو د نورو زاڼو
دا کږې وږې خبرې
چې ها ښکلي وطنونه
له بدرنګو خلکو ډک دي
په قدم قدم پراته دي
د ښکاریانو لښکرونه
نو زما رنګین خیالو به
د بې وسو یتیمانو
په شان سر په زنګون کېښود
خو چې کله به مې داسې
اوازه تر غوږو راغله
چې دا ټول وطن مین دی
په راګونو، په سندرو
هر وګړی یې شاعر دی
په ټپو یې انځورونه
د طوطیانو،او کوترو
خوی د تورې،او مېړانې
یې ځلیږي له خبرو
هم شاعر زړګی یې ډک دی
د جنت له ملغلرو
ما به بیا له ډېره نازه
په وزرو لاس راتېر کړ
*************************
زه د زاڼو په دې چم کې
مقدسه یادېدمه
ځکه ما به تر سهاره
د الله کلام وداسې
زړه راښکوونکی زمزمه کړ
چې د غره له غونډو زاڼو
له مرغیو، له طوطیانو
د دنیا رنګینۍ یووړې
هر سهار او ماښام ما ته
سلامۍ وې چې کېدلې
زه د ټولو زاڼو میره
د یوې جګې څوکې سر کې
د یو لوړ نښتر په غېږ کې
د زړې، له درګو جوړې
په آ ځاله کې پیدا شوم
بس یو څو ورځې وې تېرې
چې زما د خیال وزرونه
زرزري ښکلي رالوی وو
په هماغه ورځ له ځالې
ناګهانه په هوا شوم
افتدا د دې پرواز مې
د سندرو له مخ وکړه
ترنم ته مې راګونه
د سیتار ګوته په خوله شول
هر یو تال ته مې د تورو
ساه الوتي ټول بنګړي وو
د آریوب تر مستو زرکو
اوازې مې د ټپو شوې
هره زرکه شوله ګونګه
له هر بازه مې شغ هېر کړ
*************************
زه د تورو غرونو زاڼه
مقدسه، په زړه سپینه
لا ماشومه وم ډارنه
زه په ژوند کې دومره لرې
له ها ځالې تللې نه وم
نو مې زر خپلې وزرې
له آریوبه وڅنډلې
په تکل د خپلې ځالې
ګړندۍ شان په هوا شوم
زه په لوړو لوړو څوکو
د سپین غره ومه روانه
ښکارېده چې مې وه ورکه
هاغه لاره مې تر ځالې
چې په کومه وم راغلې
خو لا هاغسې روانه
د سپین غره په لوړو څوکو
د یوې څوکې په سر ناست مې
یو څوک ولیدو له لرې
ما وې نه چې څوک ښکاري وي
او ټوپک ورسره نه وي
خو هغه څوک جادوګر وو
څه هودې یې پخولې
زه یې خواته وېرېدلې
ستړې کېناستمه غلې
ما وې تا باندې سلام دی
دا کوم ځای او کوم مقام دی
ده سرې سترګې کړې راپورته
په اخلاص د زړه له کومې
هرکلي ته راولاړ شو
راته ووې یې په مینه
ستړې مه شې ښکلې زاڼې
دغه څوکه د بزرګې
دا زما د کلي بام دی
خو په دې لوړو ژورو
وایه ته له کومې راغلې؟
ما وې ښاد شې جادوګره
زه له ځالې په هوا شوم
د دې لوی وطن په سیل وم
له ما لاره ده غلطه
زه د ټولو زاڼو میره
د یوې جګې څوکې سر کې
د یو دنګ نښتر په زړه کې
د زړو له درګو جوړې
له ها ځالې یمه ورکه
جادوګر وو سپين سپیڅلی
خوا خوږي وه پرې تمامه
ویل یې زاڼې زما خور یې
زه ملاتړ دې تر منزل یم
د ها دنګې څوکې لاره
ما لیدلې ده تر ځایه
خو د تورو غرونو زاڼې
دا وطن چې تا یې سیل کړ
زه منم چې به رنګین وي
خو وګړي یې بدرنګ دي
دلته هاغه خلک کم دي
چې په زړونو کې یې نور دی
ما وې هو په خدای قسم دی
په دې غرونو تېرېدمه
کله کله به مې خوا کې
تېره غشی په شنګ تېر شو
خو وځینو به بیا تم کړ
په لیندۍ کې یاغي غشي
راته لاره به یې پرېښوه
نو وېرېږم جادوګره!
که زما د ورکې لارې
ها پلو دې راته وښود
نو دعا به درته وکړم
جادوګر تسلي راکړه
وېل شېبه شه دلته تمه
زه راټولې مې تسبې کړم
دا چیلم مې د یارانو
هم په ځای دا زولنې کړم
دا رباب د منجور دی
تر زیارته یې ور وړمه
ته همدغه ځای کې اوسه
دا دی ځم، او اوس راځمه
زه ولاړه وم په لاره
غلې پلې یې په طمې
خو شېبې پسې اوږدې شوې
جادوګر هم تری تم شو
یا خو زه ومه په بیړه
راختلی مې زړګی وو
تش په نښه مې ورپرېښوه
د تندي زري بڼکه
نو مې څنډ وهل وزرونه
په ورک لوري په هوا شوم
*************************
زه د تورو غرونو زاڼه
تېرېدم په غرو راغونو
ترنم مې تر غوږو شو
یوه ډله خلک ناست وو
د سندرو یې درزا وه
دا هماغه وو چې زاڼو
هم د غره مستو طوطیانو
به یې تل ټپې ویلې
دا هماغه وو چې چا وو
په سندرو کې تراشلي
د طوطیانو، او کوترو
د وجود پاکې بڼکې
ما وې واه واه خوش بختي ده
زه به لاره مې د ځالې
ترې په مینه کړم مالومه
خو چې کېناستم یې خواته
ډیر بدرنګ وو دا وګړي
څه بدنیته یې خبرې
هم یې زړونه وو ډبرۍ
د احساس پلو یې کټ مټ
د مارانو له خوی جوړ وو
دوی د درست وطن ښاغلي
خو په خدای چې وو ناولي
له خبرو ښکارېدل چې
دوی په ژوند به لا سندره
اورېدلې چرته نه وي
*************************
زه د تورو غرونو زاڼه
ترېنه والوتمه غلې
ما وې ورکه داسې ښه یم
خو دا نه ارزي چې وکړم
ترې د ورکې لار پوښتنه
زه د تورو غرونو زاڼه
لا وه لاره ډېره پاتې
لمر هم نور په غرغره وو
چې ایله مې د خپل لوري
هاغه ورک پلو پیدا کړ
ستړې ستړې تږې تږې
په چینه شومه راکوزه
د چینې خوا کې چینار وو
چې یې ډډې سره خوا کې
څوک په ذکر د غفار وو
ښاپېرۍ ترېنه را پنډې
پکې ناست لکه سردار وو
ما وې تا باندې سلام دی
دا ته څوک یې بختوره
دا د خدای توری دې څومره
په خواږه ترنم ووې
ده راپورته کړلې سترګې
تکې سرې له وینو ډکې
وېل یې ستړې مه شې زاڼې
زه د دې چینار په خوا کې
له کالو کالو دېره یم
دا مې کور او هم مې کلی
او دا دنګ چینار مې پیر دی
زه ملنګ یې د مزار یم
وېل یې ته وایه یه زاڼې
چې له کوم پلوه راغلې
ښکاري داسې چې وته له
نامالوم پلوه راغلې
ماوې هئ، ملنګ صاحبه
زه د ټولو زاڼو میره
د یوې دنګې څوکې سر کې
د یو لوړ نښتر په زړه کې
له زړو درګو نه جوړې
له ها ځالې یمه ورکه
زه دې مړه وای خو ملنګ صېب
چې په سیل نه وای راوتې
هی دا ښکلی لوی وطن څه
په بدرنګو خلکو ډک دی
وېل یې هئ، پرې ډېر افسوس دی
چا چې ستا زړګی مات کړی
دوی رښتیا هم په زړو تور وو
ته ماشومه، پاکه، ښکلې
ستا په سترګو کې ځلیږي
د قران بختور توري
خو زړه مه بایله ای زاڼې
دې وطن کې داسې خلک
هم بې درېغه دي اوسیږي
چې یې زړونه دي هېندارې
او تراشلی یې پرې خدای دی
ما وې وي به خدای یې مل شه
زه مې ځالې ته بس ځمه
بیا په ژوند به هم رانشم
په دې لارو،په دې غرونو
ویل یې پام مه وایه داسې
ستا مقام خو دی اسمان کې
جوړه ځاله کړه سپوږمۍ کې
ځه د ستورو چم کې ګرځه
وړ دې نه دي دغه غرونه
ځه ورځه په خدای دې سپارم
*************************
زه د تورو غرونو زاڼه
الوتم ترېنه او تلمه
ما یې لاس له درنښت ښکل کړ
ده وزر غاړې ته لاس کړ
د تسبو له لوی امیل یې
د لونګو ځونډی راکړ
پ: بدرۍ خورې، د کابل ټکي کام مینه والو ته د خپل ژوند یوه خوږه او یوه ترخه خاطره ووایاست؟
ځ: ترخه خاطره مې په وطن د صلیبیانو یرغل دی، زه هغه وخت اریوب کې وم، چې دوی زمونږ په ګل وطن تازه تازه بمباري شروع کړه، او خوږه خاطره خو یې لا نشم بللی، خو هیله به مې دا وي، چې له وطن نه مو دا یرغلګر ووځي، وطن مو آزاد شي، امن او سوله راشي.
پ: ستاسو څه مننه کوم، چې مونږ ته مو وخت راکړ!
ځ: زه مو هم مننه کوم.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*