سرليکنه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په پـیل کې له ګاونډي هېواد ايران سره اړيکې يو څه ترخې شوې. بيا چې روسۍ الوتکه د افغانستان په خاوره کې طالبانو ونيوله، د پيلوټ په شمول یې نهه روسان يرغمل کړل، پر افغانستان د يرغل او روسیې ته د دښمن په سترګه کتلو سره  د روسیې او افغانستان اړيکې ترينګلې شوې. چين ته هم د هغه وخت طالب مشرانو په ښه سترګه نه کتل، ځکه چې د نومونو په آخر کې یې  د الله او خان پر ځای ويست (غيرمذهبه) يادېده. دا دى اوس له څه مودې راپدېخواچې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ځینو موضوعاتو او ستونزو له امله اړيکې ترېنګلې شوې دي، په افغانستان کې د سولې تمه د هوسۍ ښکر ته تللې ده، چې تر ټولو بد اغېز یې د سيمې او ګاونډيانو هېوادونو په پرتله پر افغانستان کړی دى. ځکه چې دا مهال په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو او ځینو نورو ستونزو په موجوديت د جګړې لمن ورځ په ورځ پراخېږي، ځکه خو د نظامي او ولسي وګړو د مرګ او ژوبلې کچه ورځ په ورځ لوړېږي.

تېره اونۍ چې د پاکستان د پوځ سرلښکر قمر جاويد باجوه افغانستان ته راغلى او دلته یې د جمهور رئيس اشرف غني علاوه د حکومت له لوړو چارواکو سره کتل، له يو څه ځنډ وروسته بيا د سولې او مذاکراتو د پيل لپاره نښانې وليدل شوې چې په راتلونکې کې امکان لري د باجوه په بلنه اشرف غني هم پاکستان ته سفر وکړي او د تېر ٢٠١٥ کال په اوږدو کې چې پنځه ځلې څلور اړخيزې غونډې د کاميابۍ درشل ته ونه رسېدې، يو ځل بيا به د افغانستان او پاکستان د اړيکو په ښه والي سره له سره پیل شي.

په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد په واشنګټن کې رسنيو ته ويلي چې پاکستاني چارواکو سره به په دې اړه سلا مشورې وکړي څو پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول ولوبوي او افغان ولس د څلورو لسيزو جګړو څخه، چې زيات پکې ولسي وګړو ته  د مرګ ژوبلې تر څنګ مادي تاوانونه هم واوړېدل، وژغوري.

نړيوالې رسنۍ ليکي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د یو نوي دور د پیلېدو په لړ کې کوښښونه شروع شوي دي. د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر باجوه افغانستان ته راتګ او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر امریکا ته سفر د دغې کړۍ برخه ده. د امریکا د بهرنوچارو وزیر ریکس ټیلرسن هم تمه ښوولې ده چې په راتلونکې نږدي کې به پاکستان ته سفر وکړي.

امريکايي چارواکو تل ويلي چې دوی کوښښ کړى په افغانستان کې د سولې په اړه د پاکستان او افغانستان تر منځ گټورې خبرې وشي او دا پېچلې مسئله په ډیپلوماټیکه توگه حل شي، ځکه خو افغان چارواکي د خپل ځان په پرتله د امريکا په ډيپلوماټيکو هلو ځلو زيات باور او تکيه لري. په تېر ٢٠١٥م کال کې چې د افغانستان د مسئلې د حل په اړه په کابل او اسلام آباد کې پنځه ځلې غونډې وشوې، نتيجه یې په دې ورنکړه چې افغان چارواکو يو خو خپلواکه نماينده غونډو ته نه و لېږلى، دویم یې له ګاونډيانو سره اړيکې دومره ښې نه وې چې د زړه له تله یې ورسره مرسته کړې او درېم دا چې په غونډو کې ګډون کوونکو افغانانو ته د امريکا لخوا د مسئلې د حل په اړه ډاډ نه ؤ ورکړی شوى.

 دا حقيقت ټولې نړۍ منلی چې کله هم امريکا وغواړي د افغانستان مسئله حل کړي، حل کولاى یې شي، ځکه چې په افغانستان کې د جګړې اور امريکا بل کړی او د دې مرګوني او تباه کوونکي اور وژل هم له افغانستانه د پوځونو په وتلو سره د امريکا په لاس کې دی.

که امريکا، ګاونډيان او د سيمې هېوادونه په اخلاص سره وغواړي چې په افغانستان کې د څلورو لسيزو جګړه پای ته ورسېږي، هيڅ داسې ستونزه نشته چې په اتفاق سره به حل نه شي. او که د امريکا په شمول په افغانستان کې سوله يوازې د شعار په توګه استعمالېږي، نو تاوانونه به يې يوازې افغانستان ته نه، بلکې ګاونډيانو، د سيمې هېوادونه او آن امريکا ته، چې پر افغانستان یې د هوايي او ځمکني پوځ په مرش کولو يرغل کړی دى، ورورسېږي.

دا نه ده څرګنده چې اشرف غني به د قمر باجوه په بلنه څه وخت پاکستان ته سفر وکړي، خو تمه ده چې د افغانستان د انجوړې مشوړى د خلاصون لپاره به يو ځل بيا د ښو اړيکو په رامنځ ته کولو سره  سولې او مذاکراتو ته لاره هواره شي. تراوسه چې د حکومت او طالب مشرانو تر منځ د سولې مذاکراتو ته لاره نه ده هواره شوې، شايد يو بل ته په ايښودل شویو شرطونو دا لاره ډب شوې وي. که اوس هم افغانستان او پاکستان يو بل ته د دې ستونزې د حل لپاره شرطونه کېږدي، يو ځل بيا به ستونزې راولاړې شي.

 د رسنيو د معلوماتو له مخې افغانستان له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې له دوی سره پنځه بندي طالب مشران راخلاص کړي، د دوی خلاصونه به په سوله کې غوښنه مرسته وکړي.

په افغانستان کې د څلورو لسيزو جګړې نور له افغان ولسه د صبر توان اخیستی دى. ټول افغانان په يوه خوله سولې ته لېواله دي. که د افغانستان، پاکستان او نورو ګاونډيانو سره اړيکې ښې وي، نو زيات باور شته چې د افغانستان، ګاونډيانو او د سيمې د هېوادونو په ګټه به په افغانستان کې د سولې مذاکراتو او په پايله کې سولې ته زمينه سازي وشي.

شریکول

Leave a Reply