تازه مطالب
کور / خبرونه / لوړ رتبه چارواکي او د کنړ د ولسي جرګې غړي د ځنګلونو په پرېکولو او قاچاق کې لاس لري
کنړ ځنګلونه

لوړ رتبه چارواکي او د کنړ د ولسي جرګې غړي د ځنګلونو په پرېکولو او قاچاق کې لاس لري

راپورتاژ: الماس خدرخېل

کنړ ته تللی د ولسي جرګې پلاوی وایي، چې د دغه ولايت د ځنګلونو په قطعه کولو کې په ولسي جرګه کې د ياد ولايت غړي او لوړ رتبه چارواکي لاس لري.

دغه ولايت ته د تللي پلاوي رئيس هاشم الکوزی وايي، “ما سيمه ييزو چارواکو او د کنړ خلکو ته ويلي، چې د دولت تر کنټرول لاندې سيمه کې دې د ځنګلونو قطعه کول بند کړي، مګر د وسلوالو تر ولکې لاندې او پاکستان سره په پرتو سرحدي ولسواليو کې لا هم د ځنګلونو قطعه کول روان دي او پاکستان ته قاچاق کېږي”.

د نوموړي په وينا چې د کنړ ځنګلونه د وزيرانو شورا په اجازه وهل کېږي.

الکوزی وايي، چې په سيمه کې زورور کسان او د کنړ نمايندګان، لوړ رتبه چارواکي د وزيرانو شورا له دې پرېکړې غلطه استفاده کوي او د خامو موادو په قطع کولو او قاچاق کې لاس لري، د نوموړي په باور دوی په دولت کې د قدرت له امله په سيمه ييزو کسانو زور راوړي.

هغه د کوم چا نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه، چې کافي ثبوتونه په لاس کې لري او غواړي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته يې معرفي کړي، چې د ملي شتمنيو له چور تالان يې لاسونه لنډ شي.

په ورته وخت کې، د ولسي جرګې دوهم معاون حسيب الله کليمزی وايي، چې ولسي جرګه به کنړ ته د تللي پلاوي له فيصلو حمايت او پوره مرسته کوي تر څو د ځنګلونو د قطع کولو او قاچاق مخه ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټې د خلکو په غوښتنه په کنړ کې یواځې پخوانيو پخو موادو ته اجازه ورکړې، چې له هغې وروسته داسې رپوټونه ورکول شول، چې تازه ونې (خام مواد) هم اره کړل شوي دي.

څو ورځې مخکې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګنې  د کنړ د والي او امنیه قومندان  پر دې سره شخړه نه ده، چي دغه قاچاق بند کړل شي، بلکې د دغو چارواکو ترمنځ شخړه په دې راغلې چې هغه لرګي چي پاکستان ته لیږدول کیږي  پر هغو بډو ده چې له قاچاقبرانو اخستل کیږي .

د ګډ حکومت اجرائيه رئيس عبدالله وايي وزیرانو شورا یوازې پخوانیو پخو موادو ته د لېږد اجازه ورکړې ده.

د شمېرو له مخې د څولسیزو جګړو او خپلسریو پرمهال  د کونړ اویا په سلو کې ځنګلونه وهل شوي او له منځه تللي. خو لا اوس هم د ځنګلونو وهل، قاچاق او د لرګیو لېږد په بشپړ ډول نه دی بند شوی او دغه ارزښتناکه شتمني د له منځه تلو په حال کې ده.

د سیمي خلک وايي، چې د څو لسیزو راپدیخوا دمافیايي ډلو له خوا د کنړ ځنګلونه وهل کیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي، دغه حالت د دې سیمي چاپیریال ته زیان اړولی او که د ځنګلونو وهل په بیرحمانه توګه دوام ومومي سیمې او چاپیریال ته به نور زیانونه واړوي.

د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې له ۱،۹ میلیون هکتاره ځنګلونوڅخه ۷۰۰ زره هکتاره یې د جګړو او را وروسته وختونو کې وهل شوي او له منځه تللي دي.

د یادولو وړ ده، چې د هېواد د نورو سیمو په پرتله ننګرهار، پکتیا، خوست، نورستان او سمنګان ولایتونه په ځنګلونو پوښلي دي او د هیواد په جنوبي سیمو کې هم یوشمیرځنګلونه او د جلغوزو وني ډيري زیاتې دي ، دغه راز د هیواد په شمال کې بیا د پستې ځنګلونه شتون لري.

د پایلې په توګه ویلی شو، چې باید په هیواد کې په ناقانونه توګه د ځنګلونو دوهلومخه ونیول شي ځکه  ځنګلونه او شنې سیمي زموږ دملي شتمنيو یوه لویه برخه  ده. هیچاته باید دا اجازه ورنه کړل شي چې زموږ دغه ملي شتمنۍ چور او تالان کړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*