تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / لوګر: طالبانو د اربکيانو قومندان (ابوجهل) وژلی
اربکی

لوګر: طالبانو د اربکيانو قومندان (ابوجهل) وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۲) الماس خدرخېل

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د محلي پوليسو (اربکيانو) قومندان حامدګل وژل شوی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه د نوموړي د وژلو مسئوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې قومندان حامدګل به ځان ابوجهل باله.

د طالبانو په وينا نوموړی يې د برکي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ماين چاودنه کې وژلی دی.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د قومندان حامدګل (ابوجهل) له لاسه ټول خلک نارامه و او په نه خبره به يې زورول.

اربکیان  چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي پاڅون کونکو په نامه د طالبانو په خلاف را پورته کړای شوي ول، په دې وروستيو کې د طالبانو د ګواښونو، د خلکو د شکایتونو او بریدونو له ویرې ورځ په ورځ کمزوري کېږي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*