تازه مطالب
کور / ادبي برخه / لکه باد لکه ساړه شي را په زړه
لکه باد

لکه باد لکه ساړه شي را په زړه

خالق یار احمدزی

لکه باد لکه ساړه شي را په زړه

لکه مینه د ستا زړه شي را په زړه

ګریوان څه چې آن ګوګل مې څیرې کړی

ستا یادونه میلمانه شي را په زړه

له اغزیو سره چم کې ګډه ژونده

لکه ګل په لمر خاته شې راپه زړه

موږ دستوریو سره کړل چې بانډارونه

تورې شپې اوستا خواله شي راپه زړه

هغه ستا ښایسته ځواني څه شوه جانانه

تورې سترګې جګ باڼه شي راپه زړه

مونږه مینه په کتاب طالب  حاشیه کړه

ستا دستار ته ترکیب ښه شي راپه زړه

بې له اوښکو  چاره نشته خالقیاره

ټول یاران خواږه خواږه شي راپه زړه

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*