تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / مزارشریف :اجرائیه ریاست تعویذ لیکونکي ته د کار کولو رسمي مکتوب ورکړی دی
tawiz

مزارشریف :اجرائیه ریاست تعویذ لیکونکي ته د کار کولو رسمي مکتوب ورکړی دی

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۳) صابر خپلواک

د افغانستان حکومت اجرائیه ریآست یوه تعویذ لیکونکي ته په مزار شریف ښار کې یو رسمي مکتوب ورکړی دی، چې هېڅوک حق نه لري، د کار مخه یې ونیسي، خو ددې ولایت د حج اوقاف ریاست ددې مکتوب په ورکولو جدي عکس العمل ښودلی دی.

که څه هم  علماؤو څو ځلې د تعویذ لیکوونکو او سحر کوونکو د فعالیت په وړاندې مخالفت ښودلی وو، دې ځل بیا  اجرائیه ریاست یوه تعویذ لیکوونکي ته په مزارشریف ښار کې د تعویذ لیکلو رسمي مکتوب ور کړی تر څو هغه وکولای شي، په آزادانه ډول کار وکړي او څوک یې مخه و نشي نیولی.

د بلخ ولایت د حج اوقاف ریآست د کمیسیون مسؤل مولوی وزین غوسي زاده چې د تعویذ لیکوونکو او سحر کوونکو د مخنیوي دنده لري، ویلي چې له دریو میاشتو را په دې خوا په مزارشریف ښار کې له دېرشو زیاتو تعویذ لیکوونکو مخنیوی شوی، خو د پوره له نه منځه تللو لامل یې د حکومت لوړ پوړي چارواکي دي چې ملاتړ یې کوي .

مولوی وزین د اسلام له نظره سحر کول حرام ګڼلي، او د اجرائیه ریآست په دې کار کولو یې افسوس کړی چې له دې رقم خلکو څخه حمایت کوي.

ذبیح الله کاکړ چې د بلخ ولایت د شورا یو غړی دی د اجرائیه ریآست دغه کار خنده ونکی بللی، او زیاته کړې یې ده چې افغانستان په څه حال کې دی او اجرئیه ریاست په څه کارو بوخت دی.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*