تازه مطالب
کور / خبرونه / مصري پوځیانو یو فلسطینۍ ځوان د مصر په اوبو کې د قدم په اېښودلو وواژه-ویډیو
Misar

مصري پوځیانو یو فلسطینۍ ځوان د مصر په اوبو کې د قدم په اېښودلو وواژه-ویډیو

کابل ټکی کام ۰۵جدې/۱۳۹۴، فرید احمد
مصري پوځیانو د غزې یو فلسطینۍ ځوان هغه وخت وواژه چې په سمندر کې د مصر او فلسطین تر منځ د بېلوونکي لیکې څخه یو قدم ور واوښت.
دغه فلسطینۍ ځوان چې ذهني توازن یې برابر نه، په اوبو کې لوڅ لغړ روان، نه پوهېدو چې څه کوي، د مصر په اوبو کې یې دوه قدمه نه وو ایښي، چې د مصر د پوځيانو له پوستې څخه پرې ناتاره ډزې وشوې او ووژل شو.
په ویډیو کې ښودل کیږي چې د فلسطینیانو له خوا د مصر پوځيانو ته اشارې کیږي چې ځوان لېونی او په څه نه پوهیږي، خو مصریانو پرته له دې چې ترې پوښتنه وکړي په بې رحمانه توګه وواژه.
د الجزیرې خبریال وایي، «د داعش ظالمه ډله کم تر کمه له مرګ څخه مخکې له مقتول څخه پوښتنه کوي، خو مصري پوځیانو پرته له کومې محکمې او یا پوښتنې، خپل دیني او د یوې ژبې ورور وواژه.»
د یادونې وړ ده چې د مصر خاورې ته اکثره وخت اسرائیلي ځوانان د لوبو لپاره اوړي او را اوړي، خو تر اوسه پورې کم تر کمه نیول شوي هم نه دي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*