تازه مطالب
کور / سرمقاله / نا امنیو سوداګر د هیواد پریښودو ته اړ کړي دي
تورخم بارډر

نا امنیو سوداګر د هیواد پریښودو ته اړ کړي دي

 سرلیکنه

په هېواد کې نا امنیو د ژوند په ټولو برخو بد اثر کړی دی، چې یوځل بیا یې افغانان کډو کولو ته اړکړي دي. په روان یخ ژمي کې په کندز او د هیواد په نورو ولایاتوکې روانې جګړې ولس له ژونده بې زاره کړی دی، د کندز اوسیدونکو د پامیر عملیاتو په دوام خلک د کورونو څخه کډوکولو ته مجبورشوي دي وایي، که عملیات ونه درول شي دوی به د ټول عمر لپاره له کندزه کډې وکړي.

د تیروکلونو په پرتله ۲۰۱۶م کال د افغانستان لپاره د تباهیواو مرګونو کال و، د مرګ او ژوبلې کچه د تیر کال په نسبت ۱۷سلنه زیاته شوې ده، چې د نظامي پوځونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ د ملکي وګړو مرګونه هم زیات وو.

دبشر د حقوقو نړیوال سازمان په خپل تیرشپږمیاشتني راپور کې ټوله پړه په دولتي چارواکو ور واچوله، ویې ویل د سرکونو دغاړو په چاودونوکې طالبان ؛خو په نورو ټولومرګونوکې دولتي ځواکونه پړه دي.

که هر څو د د فاع ، کورنیو او ښوونې او روزنې وزارتونه ولس ته د امنیت ډاډ ورکوي؛ خو د هېواد نا امنیو تر ښوونې او روزنې علاوه پرسوداګرۍ هم  بد اثر کړی دی. هغه یو شمیر افغان سودا ګر چې په هېواد کې یې زړه نا زړه پانګونه کړې ده هغوی اوس دیته حیران دي چې خپله پانګه په څه ډول له هېواده بهر وباسي.

د یوې خوا نا امني اوج ته رسیدلې ده، دولتي مامورین له سوداګرو دومره رشوت غواړي، چې د سوداګرۍ یې زړه تورکړی دی، که دولتي مامورین او د لویو لارو پر سر  پوستې د سوداګرو سره همدا ډول چلند وکړي دسوداګرۍ څخه به لاس واخلي.

په هیواد کې چې څومره امنیتي وضع خرابیږي، کډوال نه غواړي خپل هیواد ته  راستانه شي.

اوس چې په هیواد کې مرګونې یخني دوام لري بیاهم جګړو زور موندلې دی او دولتي چارواکي ددې توان نه لري چې جنګ مهار کړي،  بلکې د عملیاتو په نامه لکه په کندز کې یې چې دپامیریک په نامه پیل کړی دی. ځایي اوسیدونکې یې نوروسیموته په کډه کړل؛ خو عملیاتو یې امن ته هیڅ ګټه نه ده ګړې، په کومو سیموکې چې طالب وسله وال واکمن وو اوس هم واکمن دی .

داچې په دې یخ موسم کې جګړو زور موندلی دی، په راتلونکي ګرم موسم کې خو به دولتي ځواکونه له طالب وسله والو خپله د ولسوالۍ ودانۍ هم ونه ساتي او لکه د کندز د ښارپه ټولو برخو کې به طالب وسله وال واکمن وي .

همدا او ځني نور لاملو نه دي چې د هېواد د نورو اوسیدونکي ترڅنګ سودا ګر له  هیواده کډو کولو ته مجبورشوي دي، چې امکان لري د سوداګرۍ ډیرې خونې به وتړل شي.

دامهال په هېوادکې  یوزرپنځوس(۱۰۵۰)ښوونځې تړلي دي، چې په هېواد کې د لس زرو بهرنیو پوځونو په ملاتړ یې دولت د پرانستلو توان نه لري.

ښوونه اوروزنه او هم د سوداګرۍ نظام د سقوط سره مخ دی، د هیواد سوداګریزه برخه د زوال سره مخ ده،  اداري فساد دومره اوج ته ورسید، چې په ۲۰۱۶م کال کې په مخابراتو وزارت کې تر ټولو وزارتونو زیات غبن شوی دی. دامهال د هیواد یو ویشت میلیونه وګړي مبایل کاروي؛ خو عایدات چې له شرکتونو څخه دولت ته لاس ته ورځي نیمایي برخه یې هم دولت ته نه ده ورکړل شوې.

د کلو او پراخیتا وزارت بنسټیزکارونه سقوط سره مخ دي، که دولت کې اختلافات همداسې دوام ولري اداری فساد موجود وي  ډیر ژرده چې سوداګر به د نا امنیوله امله له هیواده کډې وکړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*