تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: جلال اباد ښار کې پر سرحدي پوليسو چاودنه شوې
کابل چاودنه

ننګرهار: جلال اباد ښار کې پر سرحدي پوليسو چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۲) الماس خدرخېل

د ننګرهار چارواکي وايي، چې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د سپينې ماڼۍ او بهسودو هوټلونو ته څېرمه سيمه کې د يو ځای پر ځای شوي ماين له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادۍ راډیو ته دغه پېښه تائید کړه او زیاتوي چې  ماین د سرحدي پولیسو پر رنجر موټر چاودنه کړې.

نوموړی وايي، چې چاودېدونکي توکي د سرک پر غاړه ځای پر ځای شوي و، خو کوم تلفات يې نه دي اړولي.

په ورته وخت کې، عيني شاهدان وايي، چې په سيمه کې يو بل ماين هم ځای پر ځای شوی چې امنيتي ځواکونه يې د خنثی کولو هڅه کوي.

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې د دې چاودنې مسئوليت په غاړه نه دی اخيستی، خو د هېواد په ښارونو کې وسلوال طالبان د دولت نظامي مامورين او چارواکي خپل هدف ګرځوي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*