تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / ننګرهار: د اګام امنيه قومندان په وسلوال بريد کې ټپي شوی
پچير اګام ولسوالي ننګرهار

ننګرهار: د اګام امنيه قومندان په وسلوال بريد کې ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۳) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت اګام ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې د دغه ولسوالۍ امنيه قومندان شاه زمين تېره شپه د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې ټپي شوی دی.

يادې سرچينې ويلي، چې نوموړی د شپې په ګزمه راوتی و، چې د طالبانو تر بريد لاندې راغلو.

بل پلو طالبانو د ياد بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې يې ويلي، چې د دوی پلويانو د اګام ولسوالۍ په پاس صبر سيمه کې د شاه زمين د موټرو پر کاروان وسلوال بريد کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بريد کې د دې ولسوالۍ امنيه قومندان شاه زمين ټپي شوی او د هغه پنځه تنه ساتونکي وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې وسلوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې هم په ياده سيمه کې د دولت اړوند په امنيتي پوسته بريدونه وکړل او افغان سرتيرو ته يې د مرګ ژوبلې وراړولو ادعا وکړه.

تر دې دمه د دولت کومې رسمي سرچينې د نوموړي د ټپي کېدو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*