تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان /  ننګرهار: د دوو ماشومانو قاتل په اعدام محکوم شو
%d9%82%d8%a7%d8%aa%d9%84

 ننګرهار: د دوو ماشومانو قاتل په اعدام محکوم شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۱) عبدالهادي همت

د ننګرهارولایت د استيناف محکمې په هغه قاتل باندې د اعدام حکم وکړ چې د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په شمشپور سیمه کې يې دوه ماشومان د چاقوپه مټ حلال کړي و اوقاتل د پولیسو له لوري نیول شوی و

تېره ورځ د ننګرهار ولایت د استیناف د محکمې غونډه چې د قضاوت مند عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ ترسره شوه پرېکړه یې وکړه چې د دوو ماشومانو قاتل(خیبر) د قضاء د قانون د ۳۹۵ مادې په آساس په اعدام محکوم دی

دسیمي اوسیدونکي د محکمې له دې پرېکړې خوښ دي او د قاتل د ژر اعدام کېدو غوښتنه يې کړې ده

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*