تازه مطالب
کور / ادبي برخه / نن مې د چا په مینــــــــــه زړه وســـــوځېد
%d8%b0%da%a9%d8%b1%db%8c%d8%a7

نن مې د چا په مینــــــــــه زړه وســـــوځېد

ذکریا (حقاني)

نن مې د چا  په مینــــــــــه زړه وســـــوځېد

څوک چې رقیب ته په ښــکاره وســـــــوځېد

ضــمـــیر یـــې ورک رڼــا یـې ورکــه شـــــوله

تـیــارې یــې راوســتې هــغـــه وســـــــوځید

اوس یــې غــیـرت لــه لاســه نـه دی پــــوره

هــــغـه پـــه خـپـلــه ګـنـاه ښه وســـــــوځېد

پــریــږده چــې خـپـله سـتـرګــې وغــــــړوي

د چــا پــه مــیـنـه بـاندې نه وســـــــوځـــېد

مــا یــې پـه ژونــد ښـیـګڼـــه نه ولــــــــیده

حیران په دې یم چې په څــه وســـــــوځېد

رقــیــب دې هـســې پـیـــغــور نه راکــــوي

په دې پوهـــیــږم په پیـسـه وســـــــوځــېد

ماتــه یـې میــنـه وه پخــــــوا مـــعلــومــه

شــکـــر دی اوس په ڈیـــرانه وســـــــوځېد

کابلــــه چــوپ شــه چــاته ما وایـــه اوس

افــغــان بچـی دې په پـلــمـه وســـــــوځېد

ذکریا پــام چـــې جهـان مـــه خـــــــبـــروه

د چا په غـــیږ کې یې سپین سره وسوځېد

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*