تازه مطالب
کور / خبرونه / نوروز منګل د کرکټ د غوراوي کمیټې مشر وټاکل شو
افغان کرکټ لوبډله

نوروز منګل د کرکټ د غوراوي کمیټې مشر وټاکل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۵) زرغون خوږیاڼی

د افغانستان د ملي کرکټ لوبغاړي نوروز منګل استعفا وکړه او د کرکټ د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي او نظم کمېټې اعلان کړی، چې د کرکټ بورډ نوي مشر مشعل په خپل تازه اقدام کې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی نوروز منګل د لوبغاړو د غوراوي او هستي ګل عابد د نظم کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل.

د کرکټ بورډ رئیس عاطف مشعل د تېره ورځ په کابل کې د دغو کمېټو د مشرانو او غړو د پېژندنې پر مهال وویل، چې دواړه کمېټې به په پوره خپلواکۍ سره خپلې چارې پر مخ وړي او هېڅ چاته به دا اجازه ورنه‌کړي چې د دوی په چارو کې مداخله وکړي.

همدارنګه د کرکټ بورډ رئیس د نوروز منګل ترڅنګ عبدالولي امين او احمدشاه سلیمان خېل هم د غوراوي كمېټې غړي وټاکل.

د کرکټ ملي لوبډلې د عاطف مشعل دغه پریکړه ستایلې ده.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*