نی: د کرزي د دورې په پرتله په گډحکومت کې د بیان ازادي له منځه تللې

140

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۷):د رسنیو څخه د ملاتړ اداره «نی» وايي، د کرزي د واکمنۍ په پرتله د گډ حکومت په راتگ د بیان ازادي له منځه تللې او دغه ازادي ورځ تر بلې د منځه تگ په حال کې ده.

دغې ادارې په تازه ټولپوښتنه کې ویلي، چې د خبریالانو سره په تېرو درې کلونو کې ۴۳۱ د تاوتریخوالي پېښې شوي، چې د کرزي په ۱۳کلنه دوره کې دغه شمېره نیمايي هم نه وه.

نی وايي، د بیان ازادي، د رسنیو تړل او ازاد خبریالان د حکومت د امنیتي اورگانونو له لوري گواښل کېږي او د دندې پرېښودو ته اړکېږي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې نی وايي، په تېرو درې کلونو کې ځینې رسنۍ وتړل شوې، ځینې سیاسي مبصرین بندیان شول، په رسنیو کې د سانسور کلتور دود شو، خبریالانو ته معلومات نه ورکول کېږي او ځینې خبریالان ان هېواد پرېښودو ته هم اړ شوي.

د نی په خبره، په تېرو درې کلونو کې د خبریالانو او رسنیو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي ۶۲۰ پېښې یې ثبت کړي، چې دغه شمېره له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۴ پورې ان سلو نه وه اوښتې.

د رسنیو څخه د ملاتړ ادارې په دغه ټولپوښتنه کې ویلي، گډ حکومت په تېرو درې کلونو کې د ټولنیزو رسنیو ځینې فعالان هم گواښلي او هغو خلکو ته یې بېلابېلې ستونزې راولاړې کړي، چې د حکومت په ځینو ناسمو پالیسو نیوکې کوي او خپل غږ پورته کوي.

نی وايي، د افغان حکومت په امنیتي ادارو کې ډېری خبریالان د ملي امنیت له لوري گواښل شوي، وهل شوي، بندیان شوي او ان ځینو ته د مرگ گواښ هم شوی. په داسې حال کې چې د کرزي د حکومت پرمهال ډېری کارپوهانو خپل نظر په ازاد ډول بیانولی شو؛ خو اوس یې نه‌شي بیانولی.

د نی په خبره، په تېرو درې کلونو کې پنځه سوه خبریالانو هېواد پرېښی او ۱۱۲ رسنۍ تړل شوې، چې د کرزي په وخت کې هېڅ رسنۍ نه وه تړل شوې.

نی د گډ حکومت له لوري د رسنیو او د رسنیو له کارکوونکو سره د ناسم چلن په اړه په داسې وخت کې راپور خپروي، چې د هېواد په زیاتو ولایتونو کې خبریالان د دولتي ویاندویانو د معلوماتو د نه ورکولو له امله شکایتونه کوي.

د گډ حکومت په راتگ په پلازمېنه کابل کې د رسنیو د سیاسي بحثونو خپرونو ته هغه خلک بلل کېږي، چې ارگ ور په گوته کړي او د هغوی پرته نور ازاد کارپوهان بحثونو ته نه بلل کېږي.

په تېرو درې کلونو کې گډ حکومت د حکومت د ناسمو پالیسیو پرضد چلېدونکي وېبپاڼې هم په انټرنېټي بروزرونو کې بندې کړي او دټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو ته گواښونه شوي دي.

شریکول

Leave a Reply