تازه مطالب
کور / ادبي برخه / هغه ورځ! /ریښتینې کیسه
ازادی نشته، چاپه، نیول

هغه ورځ! /ریښتینې کیسه

لیکوال: مصلح الدین راسخ

مازیګر  و، د کلي په اسمان بنګنو دورې وهلې حاجي ماما ملګرو ته وویل:

راځئ ورونو حجرې ته راننوځئ، دا د شرمخ ځامن ګرځي خدای مکړه په نښه مو کړي.

نوي راغلي ځوان ور غبرګه کړه حاجي ماما!

مرګ او ژوند د الله ج په لاس کی دی او بیا موږ  را وتلي د همدې لپاره یو په دغه لاره کې سربایلل مو لومړۍ غوښتنه ده.

ځوان غوښتل نور هم څه ووایي؛ خو حاجي ماما یې خبره واخیسته.

بچیه! بیشکه چې موږ تاسې به یوه ورځ مرو؛ خو د ځان ساتنه هم فرض ده بچیه! دا وطن تاسو ته ضرورت لري تاسو دننه راځۍ چای مې راوړی دمه به ورباندی جوړه کړئ.

قاري صیب غږ کړ، الله ج دې خیر کړي نن شپه لکه چې بیا چاپه ده؟

دا دریو کې چی دا لږه ټیټه ګرځي دا څارګره ده، دا صحنه عکاسي کوي عادله! دا ګورې چې کله دې هم دا ولیدله پوه شه چی چاپه ده.

د ماښام لمانځه نه بعد د مسجد امام مولوي صیب غږ کړ، دا مجاهدین راغلي شپه درنه ده که لږ وخته د ډوډۍ بندوبست ورته وکړۍ، ټولو کلیوالو غږ کړ، سمه ده مولوي صیب.

د ماښام سنت خلاص نه وو چې د مسجد په برنډه کې څو قسمه دسترخوان خور شو، د خپل وس برابر چې چا څه پاخه کړي ول په دسترخوان یې کیخوستل، بعضو به د زیات اخلاص او ثواب په خاطر خپل راوړی قطغ د مجاهد مخ ته وړاندې کړ، وروره دغه وخوره ډیر خایسته پخ شوي دي، ته دا ماسته در واخله ډیر خواږه دي تازه ماسته دي …

ډوډۍ وخوړل شوه قاري صیب غږ کړ، هلکانو دیرې ته ځان ورسوئ، دوه دوه شئ د خوړ غاړه کې لاړ شئ.

شپه پخه شوه بنګنې ګرځېدلې چې دې سره د ډب ډبۍ (دوه څرخه) غږ شو، دوه یو څرخه هم ورسره وې، قاري صیب رانیغ شو، ته وګوره کومه خوا یې دوره ووهله؟

قاري صیب کوډیو خواته تاوه شوه.

ته را واخله مخابره په فاروقي باندی غږ ور وکړه.

فاروقي اوری فاروقي؟

فاروقي.. قاري حمزه.. فاروقي.

قاري صیب غږ نه کوي.

 ته را واخله زما د موبیل بټري زنګ ورته ووهه.

قاري صیب نمبر یې بند دی، همدې سره د دهشکې غږ شو، څرخۍ به دوره ووهله بیا به یې انداخت وکړ، د ډزو شور زیات شو شېبه وروسته د ډزو شور غلی شو؛ خو ډب ډبۍ لا دورې وهلې، سهار رڼا خوریده چې هاشم ماما غږ وکړ:

قاري حمزه قاري حمزه!!

اورم ماما خیرت خو دی؟

مسجد ته زر ځان را ورسوه.

په تیزۍ سره لاړو هاشم ماما: ما درته نه ویل چی چاپه ده او په فاروقي ده څارګره همغه خوا تاویدله، فاروقي سره د نهه واړه ملګرو شهیدان دي د هغه یو سبا نه بله ورځ واده وو شپږ واړه تره ځامن شهیدان دي.

انا لله و اناالیه راجعون

نور بیا…

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*