تازه مطالب
کور / په کتاب تبصره / هغه کتاب چې زه ورته بې صبره وم
12921163_993234897419599_905803274_n

هغه کتاب چې زه ورته بې صبره وم

تبصره : ص- (صاحبزاده)

کوم کتاب ته چې زه له له ډیره وخته بې صبره وم،اوپه مودو مودو مې ورته تریخ انتظار کړی و، هغه له چاپ څخه را وتلی، او دادی نن مې مخې ته اېښی دی، څه وخت مې چې د یاد کتاب مطالعه شورع کړه داسې د خوښیو احساس مې وکړ، لکه د ملغلرو یو لوی تالار ته چې ننوتلی وم او ځان ته پکې ښکلې، پاکیزه ملغلرې چاڼ او راټولوم ،یقینا چې د ملغلرو تالار دی،لیکوال یې د انعام او دستایلو وړ بولم، دکتاب نوم دی، (دروسٌ وعِبر فى قِصَّةِ مُوسٰى عليه السلام، ) لیکوال ئې، حافظ مولوي محمد عطاءالحق، الموسوي دی،

د مولوي صاحب محترم علمیت له هیڅ چا هم پټ ندی، الله دي ورته نور هم په علم او عمر کې برکت واچوي، امین.

یقینا په دي کتاب کې مولوي صاحب محترم ډیر زیات زیار ویستلی، د حضرت موسی علیه السلام قیصه یې په قرآني مبارکو آیاتونو ښه مدلل‍ه ذکر کړي،او د حق د لاري داعیانو ته یې په مختلفو طریقو له یادې قیصې سبقونه او درسونه را نچوړ،او مخې ته یې ايښې دي،

مولوي صاحب محترم پخپل کتاب د حق داعي په باب داسي لیکې، یادونه: باید ووایم چې ځینې خلک د اسې فکر کوي چې د حق داعي به یواځې مبلغ او مقرر ته ویل کیږې، چې دا یو ناسم فکر ده، او په واقع کې داسې نده بلکې د حق داعي څخه هر هغه څوک مراد دي چې حق دین ته کار کوي، هغه که مجاهد وي،که مدرس که مبلغ وي او که مقرر،که مصنف وي او مه مؤلف،که لیکوال وي یاکوم بل متخصص، هر څوک چې وي هر چیرې چې وي،په هره شعبه او په هره جامه کې چې وي،خو چې په زړه درد ولري،حق دین ته وفادار وي،داسلام او مسلمانانو په غم غمجن وي،هڅه او هاند کوي او ورته د خدمت هوډ لري هغوي ټول ترې مراد دي، او دلته زما مخاطبین لمړی خپل ځان او بیا همدوي ټول دي.

مولوي صاحب په دي کتاب کې د ستر داعي حضرت موسی علیه السلام د دعوت په بهیر کې پنځه دیرش ۳۵ سبقونه اودرسونه را خلاصه کړي،اودلته یې د حق داعیانو ته په ښکلې منظم ډول ذکر کړي، چې هر طالب العلم او هر محصل ترېنه ډیر په اسانه توګه اخذ کولی شي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*