تازه مطالب
کور / سرمقاله / هلمند او فراه ته د بهرنيانو ليږل او د افغان امنيتي ځواکونو تيښته
امریکايي عسکر

هلمند او فراه ته د بهرنيانو ليږل او د افغان امنيتي ځواکونو تيښته

سرليکنه

يوځل بياد امنيتي ځواکونو په تنخواګانو کې ځنډ راغلى او په ځينو ولاياتو کې د دفاع او کورنيو چارو له وزارتونوڅخه معاشونه  اجرا خو ولاياتو ته  نه دي ور  رسول شوي، چې امنيتي ځواکونه  له پوستو او د ولسواليو له مرکزونو په تيښته دي .

په ولسواليو  ا و د لويو لارو په سر، له پوستوڅخه د دولتي ځواکونو دکموالي او د هغوی لخوا د لارو د نه کنترول لوی لا مل دادى، چې هغوى ته په خپل وخت څه چې د پنځواوشپږو  مياشتو معاشونه ، نه دي ورکړل شوي.

فراه او هلمند ولاياتو ته  د نورو بهرنيوپوځونوپه ورليږلو به د دفاع اوکورنيوچارو وزراتونه يوڅه ډاډه وي، خو د يادو ولاياتو د نورو امنيتي ځواکونو د تيښتې مخه نه شي نيولاى.

تيره ورځ اشرف غني د يادو وزارتونو د چارواکو سره د مشورو وروسته په يوه جوړه شوې غونډه کې د  امنيتي ځواکونو د حوصلو د لوړولو لپاره په خپله ويناکې وويل :

موږ دا منو چې په امنيتي ارګانونو کې د فساد کچه لوړه شوې ده اود مرګ ژوبلې د زياتوالي سبب ګرځي، خو د دې لپاره  دکنترول لاره هم شته چې په تيرکال کې مو تر ٧٠٠زيات کسان   تبديل کړي، څه مو له  دندو ګوښه کړي او څه مو زنداني کړي دي.

اشرف غني په دې موخه، چې له پوځي ليکو  دامنيتي ځواکونو د تېښتې مخه ونيسي  د شهيدانو د يادونې په مراسمو کې د ملي اردو هغو کسانو ته، چې معلول  شوي او ياېې ژوندله لاسه ورکړی، د دفاع وزارت له بوديجې څخه نغدي مرسته ، د اوسيدا کورونه او بهر ته د هغوى د اولادونو لپاره د تعليمي بورسونو يادونه وکړه د اشرف غني او دفاع وزرات غواړي د امنيتې ځواکونو د تيښتي مخه په دا ډول اقداماتو او نورو اسانتياو سره ونيسي.

فراه ولايت ته د ناټو د قاطع ماموريت دوه سوه عسکر ليږل، د هغه ولايت د چارواکو چې د مخه ېې له امنيتي حالاتو انديښنې ښودلې وې او هم  دفاع وزرات ته څرګنده شوه، چې د فراه ولايت امنيت ورځ په ورځ مخ په خرابيدو دي، فراه ولايت ته ېې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ۲۰۰ ایټالوي پوځونو ورتلل تائید کړي.

د فراه ولايت د چارواکو په غوښتنه، چې نور ېې د ولايت امنيت د ساتلو توان نه درلود ۲۰۰ ایټالوي ځواکونه، چې هوایي ملاتړ هم له ځان سره لري، د یکشنبې په ورځ (د دسمبر۸) فراه ته رسیدلي او د دغه ولایت په مرکز   هوایي ډګر کې ځای پرځای شوي دي.

د هلمند او فراه په  ولاياتو کې ځايي امنيتي ځواکونه نور د ولاياتو د ساتلو څخه په دې عاجز دي، چې د هغوى په وينا نه معاش ، نه وسلې او نه خوراک ور رسول کيږي. د نورستان ولايت په څير په پوستوکې کلابند پاتې دي، چې اوس ېې د وسله والو طالبانو د بريدونو له ويرې د تيښتې لاره هم ورکه ده .

په فراه  او هلمند ولاتو کې به د ناتو د قاطع ماموريت ځواکونه په تصفیوي عملیاتو کې  برخه اخلي، په هغو پوځي تحرکاتو کې چې فعلاً د ولایت په مختلفو برخو کې لیدل کېږي، په هغو سیمو کې به هم په جګړو کې ګډون وکړي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو د ماموریت د پای ته رسېدلو وروسته، چې طالب وسله والو د فراه ولایت مرکز پر لور پرمختګ وکړ. یو شمیر امریکایي ځواکونه دغه ولایت ته  ولېږدول شول، خو دا لومړی ځل دی چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت په دومره شمېر کې سرتیري فراه ته لیږي، چې له امله ېې د نورو ولاياتو د چارواکو انديښنې د ناامنيوله امله  هم زياتې شوي دي، هلمند اوفراه ولايات امکان لري په راتلونکې کې د طالبانو د سختوبريدونو لاندې ونيول شي.

دا مهال په افغانستان کې نږدي  ۱۳۰۰۰ بهرني عسکر، چې ۸۵۰۰زره یې امریکایان دي ميشت دي، خو په ١٩١٤کال پاى کې د بهرنيوځواکونو د ماموريت د تمامېدو وروسته دوى د جګړې نه بلکې د پوځې روزنوپه نامه په افغانستان کې پاتې کړل شوي دي.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*