تازه مطالب
کور / راپور تاژ / ولايتي شورا: په غزني کې شاوخوا ۱۳۰۰ خيالي پوليس دي
غزني ولایت اندړ

ولايتي شورا: په غزني کې شاوخوا ۱۳۰۰ خيالي پوليس دي

راپوتاژ: الماس خدرخېل

د غزني ولايت د ولايتي شورا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳۰۰ پوليس خيالي دي او معاوضې يې اخيستل کېږي.

د ولايتي شورا رئيس خالقداد اکبري زياتوي، چې په ياد ولايت کې د څلورزره کسيز پرسونل خبره کېږي، خو له دې ډلې يې ۱۳۰۰ خيالي پوليس دي او امتيازونه يې اخيستل کېږي.

د نوموړي په وينا، که د خيالي پوليسو سلسله همداسې جريان ولري نو دغه ولايت به د لا ډېرو امنيتي ننګونه سره مخ شي.

په ورته وخت کې د غزني امنيه قومندان امين الله امرخېل بيا وايي، چې په غزني کې شته د ملي اردو ځواکونه له ملي پوليسو ملاتړ نه کوي، نوموړی زياتوي که دا ستونزه حل نه شي نو په نورو اقداماتو به لاس پورې کړي، خو دا يې ونه ويل چې څه ډول اقدامات به کوي.

بل لوري ته د ملي اردو د درېيمې لوا وياند د ولايتي شورا د مشر او امنيه قومندان دا څرګندونې ردوی او هغه مغرضانه ګڼي، نوموړي وويل چې ځيني سرتيري وژل شوي، ځينې ټپيان دي په رخصتيو تللي، هغه همداراز زياته کړه، چې د امنيه قومندانۍ کارونه خپله له فساده او ستونزو ډک دي.

له اوږدې مودې راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې خيالي پوليس شتون لري، په نظامي اداره کې دغه فساد د ګډ حکومت له پیل راهيسې لا نور هم زيات شوی دی.

په دې وروستيو کې د هلمند ولايت د خيالي پوليس مسله ډېره ګرمه شوه، چې بيا د خيالي پوليسو د قضيې د څېړنو لپاره  ولسمشر يو پلاوی دغه ولايت ته واستلو، هغوی په خپل راپور کې ويلي و، چې يواځې په ناد علي او مارجې ولسوالیو کې د شوو څېړنو له مخې څلويښت سلنه پوليس خيالي دي، قوماندان يې په نوم تنخواګانې اخلي او خپلو جيبونو ته يې اچوي.

د يادونې ده، چې د غزني ولايت د ځينو ولسواليو د ودانيو نه علاوه نوره ټوله سيمه د وسلوالو طالبانو تر واک لاندې ده او دغلته طالب وسلوال پراخه حضور لري، چې په دې وروستيو کې يې د غزني ولايت مرکز هم د احتمالي سقوط له خطر سره مخ کړی و.

 په دې ولايت کې قرباغ ، ناوه ، مقر او اندړ هغه ولسوالۍ دي چې د کندهار ـ کابل پر لويه لار پرتې او مرکز ته نژدې دي ، وسله وال په کې پراخ حضور لري ، وخت په وخت ترې د جګړې خبرونه ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه دعوه وکړه، چې د غزني مقر ولسوالۍ اړوند هستي سيمه کې يې د کنډول قومندان (صفي الله) له پنځو ساتونکو سره يو ځای په يو ماين چاودنه کې ووژل.

تېره ورځ د دغه ولايت د شلګر ولسوالۍ اړوند يوې امنيتي سرچينې ويلي و، چې وسلوالو طالبانو د براهمو او ناني سيمو کې د محلي پوليسو (اربکيانو) په يوه رينجر موټر چاودنه او جګړو کې يې هم يو شمير امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*