تازه مطالب
کور / سرمقاله / ولس سوله، خو ولسي جرګه جګړه غواړي
ولسي جرګه

ولس سوله، خو ولسي جرګه جګړه غواړي

 سرليکنه

تيره ورځ د دسمبر په ٢٧مه چې په مسکوکې درې هيوادونو پاکستان ، چين او روسیې په سيمه کې د روانو ترخو حالاتو او په ځانګړې توګه له افغانستانه ګاونډيو هيوادونو ته د احمالي خطر په اړه کومه غونډه جوړه شوې، د بهرنيوجارو وزارت یې څرګند مخالفت وکړ او ویې ويل، د دې غونډې  جوړول افغانستان ته هيڅ ګټه نه لري بلکې دا  د افغانستان په کورنيوچاروکې څرګنده لاس وهنه ده .

همدا رنګه ولسي جرګې په ځاى د دې چې د افغانستان د مسئلې د حل لار او يوه امننا که راتلونکي په اړه خپل دريځ څرګند کړي، انديښنه یې وښوده چې افغانستان ته په ياده غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې او افغانستان د داډول غونډو مخالف دى.

افغان  چارواکي او په ځانګړې توګه د کورنيوچارو وزارت، ولسي جرګه ، د مشرانو جرګه او د ګډوله حکومت دوه ډاکټران چې نور یې دافغان ولس د سر او مال دساتنې توان له لاسه ورکړی دى،د تير په  څير یې يوځل بيا د ګاوڼديانو پرخلاف د تورونو لړۍ پيل کړه .

د مشرانو جرګې ځینې استازو له حکومته وغوښتل، چې د ګاونډيوهيوادونو په مقابل کې خپل سياست روښانه کړي، د يادې جرګې استازي پرايران تورلګوي، چې طالبانو ته وسلې ورکوي او د هغو کسانو په اړه باید څېړنه وشي چې د ایران په ملاتړ، په افغانستان کې له طالبانو سره یوځای فعالیت کوي .

حکومت د روانې جګړې د مهار کولو مخه خپله نيولې،  چې کله هم د افغانستان د مسئلې دحل په اړه کومه لاره جوړه شي دوی چې له بهره په چوکيوکښينول شوي دي، په غوږ کې ورته د مخالفت سندره زمزمه کړل شي ترڅوپورې چې د افغانستان په اړه کوم بنسټ يا نور هيوادونه د سولې هڅې کوي دوی په هغه بنسټ او يا سوله غوښتونکي هيواد پر خلاف خپل مخالفت ته ادامه ورکوي څو په افغانستان کې د سولې مخه ونيول شي .

د ولسي او مشرانو جرګې غړې د همدې هدف لپاره کښينول شوي دي، چې په هيواد کې دسولې او امن مخه ونيسي  ښکاره ثبوت یې تيره ورځ په مسکوکې دشوې غونډې مخالفت دى.

د يوې خوا ټول دولتي چارواکي، ولسي جرګه، د مشرانو جرګه، ډاکټر عبدلله، اشرف غني او په ارګ کې ناست کرايه کښ سلاکاران وايي چې ګاونډيان د افغانستان په کورنيو  چارو کې مداخله کوي او دسولې مخه یې ډب کړې ده؛ خو چې په مسکو کې ګاونډيانو دافغانستان روغې جوړې ته لاره برابره کړه دوی یې په مخالفت چغې پيل کړې.

اوس دادی خپله د امريکا سناتوران او په امريکا کې د واکمن ګوند غړي وايي، په افغانستان کې جګړه د کاميابۍ لار نه يواځې په مذاکراتو دا مسئله حل کيدای شي؛ خو دوی چې د سولې په مخالفت هره مياشت د زرګونو ډالرو په ورکړه اکماليږي، تل د افغانستان د سولې سره مخالفت کوي .

يوسليم عقل به هيڅ وخت دا ونه مني، چې يوه ورځ له ګاونډي هيواده په سوله کې مرسته وغوښتل شي او بله ورځ دې همدا ګاونډي هيواد په يوه او بل نامه  تورن کړل شي .

د مشرانو جرګې چې تيره ورځ ايران تورن کړی وایي طالبانو ته وسلې ورکوي او په داخل کې يو شمير کسان شته چې د طالبانو ملاتړکوي، همدا ډول کله په پاکستان کله په ايران او دا دی اوس یې پر روسيه هم تورونه پورې کړل. دا د سولې سره ښکاره مخالفت دى.

عجيبه خو داده چې خپله  دې د امريکا سره دوستي کوي، د خپلې خاورې او آسمان ټول واک دې په لاس  ورکوي او چې روسيي د طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو وينا ياده کړه د روسانو سره  ناسته او دوستي  جرم شو.

روسيه  او امريکا دواړه يرغلګر هيواونه دي، روسانو د افغانستان د يرغلګر لپاره له ځانه سر ه اشرګړي نه وو راوستي، امريکا پر افغانستان د يرغل لپاره اشرګړي هم راوستي دي، هغه بې غزتي او بې حيايي چې امريکا افغانانوته واړوله روسانو نه ده اړولې، موږ د روسانو ملاتړي نه يو د روسانو جرايم هم موږ ته ياد دي  دواړه د افغانستان دښمنان دي .

د مشرانو جرګه او ولسي جرګه په ځای د دې چې هيواد کې د سولې زمينه برابره کړي له بهره د ورکړل شوي پلان له مخې دسولې مخه  ډب کوي.

 ولس سوله غواړي خو ولسي جرګه سوله نه جګړه، ځکه چې دواړه جرګې او يو شمير  واکمن په افغانستان کې خپلې ګټې او شتون د جګړې په دوام کې ګوري.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*