تازه مطالب
کور / خبرونه / ویډیو: ایکوېډور او کولمبیا ساحل ته سونامي خبردارۍ ورکړل شو
CgNJirDWIAAo01I [downloaded with 1stBrowser]

ویډیو: ایکوېډور او کولمبیا ساحل ته سونامي خبردارۍ ورکړل شو

کابل ټکی کام ۲۹حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
ایکوېډور او کولمبیا ساحل په غاړه باندې د ۳۰۰ میله په اندازه ۷،۸ زلزله شوې.
لومړنیو مالوماتو ښودلې وه، چې زلزله ۷،۴ ده، او ۱۳ کیلومټره د ځمکې لاندې ده، خو وروسته دغه اټکل ۷،۸ شو، او ۱۷۴ کیلومټره د ځمکې لاندې ښودل شوې ده.
باید ووایو، چې دغه زلزله د سونامي زلزلې څخه وروسته ستره زلزله بلل شوې ده.
تراوسه پورې د زلزلې د قربانیانو راپور نه دی ورکړل شوی، خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي دي، چې سخت زیانونه یې اړولي.
په ټولنیزو رسنیو کې ورکړل شوي انځورونه ښيي، چې خورا مالي زیان یې اړولی دی.
همدا راز یوه ویډیو چې د یوه دکان په المارۍ کې اېښي سامانونه غورځېدلي، او ډېر په شدت سره ښوري، په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.
ویډیو

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*