تازه مطالب
کور / خبرونه / يونان: د روسيې قنصل په خپل کور کې مړ موندل شوی
روسي سفارت

يونان: د روسيې قنصل په خپل کور کې مړ موندل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۱) الماس خدرخېل

په یونان کې د روسیې قونصل په خپل کور کې دننه مړ موندل شوی دی.

د يونان پوليسو ويلي، چې د دوی د پلټنې وروسته مالومه شوې چې نوموړی په خپل مرګ مړ شوی.

نوموړی د يونان پلازمينه اتينا کې د روسيې د سفارت اړوند يوه اپارتمان کې د ننه اوسېدو، چې د پوليسو له لوري يې سخت امنیتي تدابير نيول کېدل.

د فرانس پريس اژانس د یوه امنيتي چارواکي له خولې ويلي، چې نوموړي دپلومات مالانین نومېږي او ۵۵ کاله عمر يې درلود، په هغه سيمه کې اوسېدو چې رئيس جمهور، وزيران او جګپوړي چارواکي پکې اوسيږي.

روسيې په یونان کې د دوی د سفير مرګ تائيد کړی دی.

په ترکیه کې د روسیې سفیر تر وژل کېدو وروسته دا د روسیې دریم جګپوړی دیپلومات دی چې له نړۍ رخصتیږي.

بايد وويل شي، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې په ترکيه کې د روسيې سفير د يو تن ترکي پوليس له لوري په ډزو سره ووژل شو.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*