تازه مطالب
کور / علمي ليکني / ټیپو سلطان دوه دیرشمه برخه
سلطان ټیپو6

ټیپو سلطان دوه دیرشمه برخه

په تیر پسې….

سلطان  سمدلاسه  د سلطنت په امورو  باندې څارنه پیل کړه، د سلطنت عمالو ته یې  فرمانونه ولیږل او د سلطنت  محصولات  یې مرتب کړل .

د همدې محصولاتو له مخې  لاندې شیان  تر لاسه  شول .

۱ .   په شاهي خزانه کې ټولې اتیا کروړه روپۍ ،هیرې او جواهرات موجود شول .

۲ .  په حیواناتو کې ۹۰۰ فیلان، ۲۰۰۰ اوښان، ۶۰ زره آسونه، ۴ لکه غواګانې او غویان، ۶ لکه وزې او میږې او نور ډیر حیوانات  .

۳ . د سلطنت پراخوالی ۸۰ زره  مربع  میله  وو، چې په کې د مالابار د ساحل  زرجزیرې هم شاملې وې .

۴ . کلنی خراج درې کروړه روپۍ وو

۵ .  د نفوسو شمیره ۶۰ لکو ته رسیده .

سلطان خپله زیاته توجه د عسکري نظام د جوړښت په لور وکړه، او خپل  اصلاحات او  اختراعات یې د  فتح المجاهدین تر نامه لاندې مرتب کړل. دا کتاب د میرزین العابدین  شوستري په نامه باندې مشهور شوې دې. دا وګړی د ایران د شوستر اوسیدونکي وو. هغه د حیدر اباد دکن د وزیر میرعالم کوچنې ورور وو او د سلطان ټيپو په خدمت کې یی د ډیرې مودې راهیسې شتون درلود.

سلطان خپل فوځي نظام په لاندې خطوطو استوار کړ .

  1. د فوځ سپه سالار پخپله سلطان وو.
  2. د هغه د لاس لاندې ۳۳ سالاران وو، چې د هغې ډلې څخه یی یوازې  یوولس کسان په سرنګاپټم کي اوسیدل .
  3. د هرسالار د لاس لاندی د شلو او دیرشو سردارانو ډلې وې
  4. د سلطان دفوځ شمیره درې لکه اوشل زره کسان وو. چې په مختلفو کلا ګانو او فوځي چاوڼیوکې اوسیدل.
  5. د فوځ سره ۹۰۰ فیلان، ۶۰۰ اوښان، ۲۰زره اسونه، ۴ لکه غوایان، درې لکه ټوپکونه، درې لکه چقماق ټوپکونه،  دوه لکه  دوه ویشت زره  تورې او۹۲۹ توپونه او ددې ټولو شیانو لپاره بارود او ګولۍ موجودې وې .
  6. سلطاني فوځ په ۵ زره ډویژنو باندې مشتمل وو .
  7. هر ډویژن ۲۷ رجمنټه درلودل .
  8. په هر رجمنټ کی به څلور رسالي پیاده او یوه رساله سپاره ځواکونه وو .
  9. په هرې رسالې کې به ۱۳۲۹عسکر وو، چې د دې ډلې څخه به ۱۰۵۶ ټوپکچیان او یوه توپخانه وه .
  10. د هرې توپخانې سره به ۲۸ توپچیان وو .
  11. سل سپاهیانو ته یی د«جوق» نوم ورکړې وو.
  12. په یوه جوق کي به دوه سرخیلان «کوچني سرداران»،لس جمعداران او لس دفعداران وو.
  13. د سپرو ډلي ته به یی«عسکر» ویل، او د درې سوه کسو ډلي ته به یی ټیپ وایه .
  14. دهرې رسالې سردار ته یی رسالدار او د جوق سردار ته یی جوقدار وایه .
  15. په هرې رسالي کي به څلور ټيپونه وو او د هرټیپ سردار ته به یی ټیپدار وایه .
  16. د عسکرنقیب ته یی «شرباشون» وایه او د قشون او رسالي نقیب ته یی «بیاچي» وایه.

سلطان غوښتل یو خالص اسلامي فوځ جوړ کړي، په دې اساس یې د فتح المجاهدین په لمړي فصل کې د عقایدو، لمانځه،  تمباکو څکولو، غدارۍ، نمک حرامۍ، ترکه، وراثت، او جهاد په څېر مسایل ځای په ځاې کړل شوي وو او په اخري فصل کې یې د سرکار اسد الله ي  فوځ لپاره فوځي ترانې، اردو، فارسي اشعار او د مختلفو حیواناتو په واسطه د زخمي کیدو او یا زهرو د علاج په اړه معلومات  لیکل شوي وو .

لکه څنګه  چې مخته ویل شوي دي  چې سلطان د منګلور څخه د سرنګاپټم په لور د روانیدو په وخت کې  یو شمیر سیمو ته دهغه ځای د واکمنانو  د سرکشیو د ختمولو په خاطر عسکر لیږلي وو، نو په هغې ډله کی یو لښکر د « پنګنوراوردن هلي » په لور  هم  لیږل شوي وو. پدې لښکر کې سید غفار، امام خان او سیدعمر شامل وو .

نور بیا ….

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*