تازه مطالب
کور / خبرونه / افغانستان / پارلمان ودانۍ ته څېرمه سرتېری برید شوی
تازه خبر

پارلمان ودانۍ ته څېرمه سرتېری برید شوی

کابل ټکی کام ۲۱مرغومي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

تازه راپورونه وايي، چې په پلازمینه کابل کې د پارلمان ودانۍ ته څېرمه سرتېری برید شوی دی.

د سیمې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي، چې لومړی یوه سرتیري چې چاودېدونکي مواد یې تر ځان تاو کړي وو، چاودنه وکړه او وروسته موټربم چاودنه وشوه.

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي نثار حارث پر خپله فیسبوک پاڼه باندې د دوو چاودنو خبر ورکړی دی.

او همدا راز پولیسو رویټرز خبري اژانس ته د دوو چاودنو پخلی کړی دی.

طالبانو د برید مسئولیت منلی دی او ویلي یې دي، چې په برید کې یې ۷۰ استخباراتي کارمندانو او عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو ویلي دي:

« نن مازدیګر شاخوا ۴  بجې د کابل ښار د  دارالامان سیمه کې  لومړی د استخباراتو د پنځم ریاست په کاسټر موټر چې کارمندان يې لیږدول  د واسکټ په مټ فدايي برید وشو،  ورپسې په راټولو شوو عسکرو دوهم  د موټربم  برید ترسره شو چې دښمن ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.»

د یادولو ده، نن غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې هم د هلمند مرکز لښکرګاه د دویمې حوزې اړوند په بیټ ټون سیمه کې د کابل ادارې د استخباراتو په یوه نظامي غونډه سرتېری برید وشو، چې په پایله کې یې ۱۶ قومندانان او عسکر ووژل شول.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*