تازه مطالب
کور / ادبي برخه / پلوشه چا ړنده کړه!؟
bomb

پلوشه چا ړنده کړه!؟

لیکوال: نصیب ځدراڼ

د انګریز سیګرت په لاس کې وو کله به یې چې خبرې وکړې ترجمان ته به یې په څنګ وروکتل؛ ترجمان به د انګریز خبرې جمیل ته ژباړلې. “ګوره جمیله! دا وایې هر څه پریمانه دي، ته دي خپلو کارو ته دوام ورکړه، تا ټول کارونه ډیر ښه سر ته ورسول”.

جمیل ورته و ویل چې ته دا ته اوایه چې اطرافو کې خطرې بیخې زیاتې وي،که افشا شوم کلی کې به مې ځای ورک شي،نو دلته ښار کې به کور راته پیدا کوئ!؟.

ترجمان ورته و ویل ګوره: تاته یې و ویل چې ته بیغمه شه ستا مشکل زموږ مشکل دی، تا څو شپې مخکې په جومات کې چې کوم قومي مشر وژلی وو، هغه کار زموږ لپاره بیخي زیات په ګته تمام شو د خلکو له وسله والو نه کرکه زیاته شوه، اوس دا واخله پینځه سوه ډالر دي.

جمیل په جینګو داړو دواړه لاسونه ور مخکې کړل، زړه یې له خوشحالۍ نه ټوپونه وهل او ډالر یې واخیستل. ترجمان بیا لګیا شو “ګوره! دا ځل به ډیر په احتیاط کار کوي، دا وړو جینکیو د لوبو لپاره نانځکې دي ، په دې کې موږ باروت ځای پر ځای کړي خالص سي فور باروت دي؛ ته به داسې کوي چې د انجونو د مکتب سره به دا ناوې کیږدي، کله یې چې د رخصتي په وخت کومه انجلۍ ور واخلي نو چاودنه به وشي بس ستا هم دومره کار دی نور ته تر خلاص یې؛ بیا راځه! هو ای پیسو ته فکر مه کوه”.

جمیل لاس په ټټر ورته کیښود بیغمه شه صیب نور زه پوی شم او زما کار….

جمیل د وسله والو په لباس کې هغه کارونه کول چې آزادۍ غوښتونکي وسله وال به ورباندي بدنام شول،بدل کې به یې له خارجیانو نه روپۍ اخیستې.

جمیل دویمه ورز خپل موټر کې ولاړ، ډیر په احتیاط سره یې باروتي نانځکې د مکتب د دوازې سره کیښودلې او په منډه روان شو.. موټر یې په لویه لار روان کړ، ټائپ ریکارډ ته یې لاس ور اوږد کړ ـ سندره یې چالان کړ، ډیر خوښ وو، ولي چې تیر ځل یې چې پلچک وران کړ بیا یې په جومات کې سپین ږیري وواژه خو څوک ورباندي پوه نشول، دا یې درېم وار وو چې کامیاب شوی وو، اوس په دا سوچ کې وو چې کله به چاودنه کیږي او بیرته به د خارجیانو مرکز ته ورځي او پیسې به تر آخلي.

همدې سوچونه کې وو خو د ټائپ ریکارډ والیوم یې ښي خواته په ګوتو تاو کړ سندرې ته یې غږ ورکړ، لګ وخت تیر شو سندره یې بنده کړه او خبرونه یې چالان کړل، د خبرونو پیل کې دا خبر واوریده: نن په تنګي کلي کې د جینکیو د مکتب سره چاودنه شوې ده ، دوې جینکۍ پکې وژل شوي دي او یوه ټپي ده ، دغه رنګ پیښو کې د وسله والو طالبانو لاس وي ولي چې دوی د جینکیو د تعلیم مخالف دي او نه غواړي چې دوی مکتب ته ولاړې شي.

جمیل دواړه لاسونه له خوشحالۍ نه په زور سره د موټر په سټیرنګ و وهل او موټر یې د کور په طرف تاو کړ. بیا یې سندرې ته زور ورکړ او همدا سوچونه یې کول که د مخکي نه به زیات ډالر تر لاسه کړل نو نوی موټر به آخلي.

په لار کې په هغه مکتب باندي تیر شو چیرته چې چاودنه شوې وه، خلکو راټول وو او له ورایه غصه ښکاریدل.مړی او زخمیان یې په شخصي موټرو کې روغتون ته انتقالول. دي موسکی شو او موټر یې نور هم تیز کړ کور ته ورسیدو. میرمنې یې ډوډۍ ورته راواخیسته او بیا یې ورته و ویل: ډوډۍ ژر ژر وخوره بیا ورشه پلوشه نن د “شفیقې” سره مکتب ته تلې وه او تر اوسه نه ده راغلې؛ د شفیقې مور وایې هغه هم تر اوسه نه ده راغلې، خلک وایې مکتب طرف ته چاودنه هم شوې ده، خدای دي نکړي څه مشکل ورته جوړ نه وي؟؟؟.

د جمیل د لاس نه ډوډۍ ولویده ولاړ شو حیران دریان ودریدو، دا څه وایې نو تا ولي ورسره پریښودله؟ ښځې یې ورته و ویل سړیه نو څه مې کړي وی؟! نورې جنیکۍ چې ځي نو دي ته هم خوند ورکوي وایې زه هم مکتب ته ځم!؟

جمیل موټر د مکتب په لور روان کړ، هلته هیڅوک هم نه وو، د روغتون په طرف روان شو، و ورسیدو، په بیړه له موټره ښکته شو د موټر دروازه هم خلاصه پریښوده. په روغتون کې بیر وبار وو، روغتون ته ورغی کلیوال یې مخې ته ورغی او په ورخطا لهجه یې ورته و ویل،ښه وي چې راغلې، ورشه ستا لُور هلته ده. جمیل ورغی څه یې ولیدل، دوې جینۍ چې عمرونه یې د شپږو او اتو کلو تر منځ وو وژل شوې وي او پلوشه چې شپږ کلنه وه دواړه سترګې یې د لاسه ورکړې وي او یو لاس یې هم پري شوی وو، جمیل غږ ورته وکړ پلوشې!. پلوشه په چغو شوه بابا …بابا…..بابا…چیرته یې زه دي نه وینم ،ماته ولي څه شی نه ښکاري…..زه چا داسې کړم؟ د جمیل سره د “چا” ځواب نه وو،په سر یې منګولې خښې کړې او غوښتل یې په چغو چغو وژاړي خو د جرم احساس او غم یې دومره زیات وو چې په ژړا سره نه کمیدل.

تبصره پريږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتل شوي تش ځايونه ډک کړئ، *

*